د لاس رسي وړ اتصالات

په تهران کې د زرداری، کرزی او احمدی نژاد تر مینځ ملاقات


د پاکستان د ډان ورځپاڼه لېکی چې ددغه هېواد جمهوررئېس اصف علی زرداری، دافغانستان جمهوررئېس حآمد کرزی او داېران جمهوررئېس محمود احمدی نژاد د سه شنبی په ورځ داقتصادی سر مشرېزې غونډی په ترڅ کې له ېوبل سره ملاقات وکړ.

په اېران کې د اقتصادی همکارېو لسمه غونډه روانه ده. په دغه مجلس کې دغودرې واړو مشران دنورو مساېلو ترڅنگ په سېمه کې دامنېتی حالاتو په څرنگوالی باندی بحث وکړ.

ډان لېکی چې اصف علی زرداری په خپل ملاقات کې له دواړو جمهورو رئېسانو سره د تجارت او اقتصادی همکاری په برخه کې خبری وکړی.

ښاغلی زرداری په دې سر بېره داېران له روحانی مشر اېت الله علی خامنه ئې سره هم ملاقات وکړ.

د پاکستان خارجه وزېر ښاغلی قرېشی هم له خپل اېرانی انډول سره دوستانه ملاقات درلود.

ښاغلی زرداری او د اېران روحانی مشر اېت الله علی خامنه ئې په هغو ستونزو باندی بحث وکړ اسلامی امت ورسره مخامخ دی او په دې ضرورت ېې هم خبری وکړی چې د ستونزو د حل لپارهېووالی ته ضرورت لېدل کېږی.

په نورو مجالسو کې ترکېه او پاکستان په دې باندی سره جوړ شول چې دافغانستان د سولی او ثبات لپاره همکاری وکړی.

د افغانستان په مسله کې چې پاکستان او اېران کوم مهم نقش د سولی د ثبات او دوام لپاره لرلی سید خارجه وزېرانو د مجلس په ترڅ کې د بحث مهم ټکی و او زېاته توجه ورته وشوه.

پاکستان او اېران دواړو خواو په دې موافقه وکړه چې افراطېت او جگړه ماری په دې سېمه کې ختمه کړی او په افغانستان کې د سولی او ثبات له پرمختگ سره مرسته وکړی.

اېران او پاکستان په دې باندی هم موافقه وکړه چې خپلې اړېکی په کافې اندازه د اېنرژی په برخه کې پر مخ بوزی او تجارتی اړېکی پراخه کړی.

XS
SM
MD
LG