د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د زراعتي تعلیماتو انستیتوت د جوړونې قرار داد لاسلیک شو


د افغانستان د کرهڼې، کلیو پراختیا او پوهنې وزیرانو په کندهار ولایت کې د زراعتي تعلیماتو او ټولنیزې پراختیا انستیتوت د جوړونې قرار داد لاسلیک کړ.

دغه انستیتوت چې د کاناډا هیواد په دوه اشاریه اووه ملیونه ډالره رغول کیږي، پکې په یوه وخت کې شاوخوا زر زده کوونکي زده کړې کولای شي.

دا انستیتوت به لیلیه هم ولري او پنځه سوه زده کوونکي به پکې د شپې له خوا استوګن وي.

د پوهنې وزیر ډاکټر فاروق وردک وویل اړتیا ده په هیواد کې څو نور انستیتوتو نه هم جوړ کړي ترڅو مسلکي اړخ پياوړی شي.

د کرهڼې وزیر اصف رحیمي بیا خبریالانو ته وویل د کندهار د زراعتي تعلیماتو په انستیتوت کې به زده کوونکو ته نوی او عصري کرهڼیزې زده کړې ورکړای شي.

هغه وویل له دی انستیتوت فارغان به د لوړو زده کړو په موسسو کې بیا جذب کړای شي.

په کابل کې د کاناډا سفیر ران هوفمن بیا وویل هیواد یې ژمن دی که نوره مرسته د انستیتوت لپاره د روزنې په برخه کې په کار وي نو دوی یې مرستې ته تیار دي.

kandahar, education, afghanistan, kabul, logar, voa, pashto news, voa

XS
SM
MD
LG