د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکټر سپنتا خبریالانو ته د ایکو سازمان د غونډې په هکله معلومات ورکړ


نن پنجشنبې په کابل د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر رنگین دادفر سپنتا خبریالانو ته د ایکو سازمان د غونډې په هکله د معلوماتو ورکولو پر وخت وویل چې د غونډې په اجنډا کې د غړو هیوادونو سره د افغانستان په نیکو اړیکو خبرې وشوې.

ښاغلي سپنتا زیاته کړه چې د غوندې په ترڅ کې جمهور رئیس حامد کرزي د پاکستان، ایران، ترکیې او ازبکستان له جمهور رئیسانو سره لیدنې وکړې چې په مختلفو برخو کې پایلې یې د هیواد لپاره گټورې دي.

ښاغلي سپنتا وویل چې پدې غونډه کې یحیې معروفي د ایکو سازمان د سکرتر جنرال په توگه وټاکل شو.

هغه وویل د ښاغلي معروفي انتخاب د افغانستان د بهرني سیاست د بریالیتوب څرگندوی دی چې نړیواله ټولنه یې ملاتړ لري.

د سکرتر جنرال دنده په ایکو سازمان کې د ټولو اجرائیوي فعالیتونو پر مخ بیول دی.

XS
SM
MD
LG