د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کی د حکومت په ضد څلور ورځني مارش


د پنجشنبې په ورځ همدا چې یو ډله خلک سره د پاکستان د حکومت ضد څلور ورځني مارش لپاره راټول شول، پولیسو د کراچۍ په ښار کې په لسگونو سیاسي فعالین توقیف کړل.

د پاکستان د وکیلانو په شمول یو ایتلاف وویل چې د زرداري د حکومت له خوا د مظاهرو د مخنیوي سره سره به دوی مارش ته دوام ورکړي.

سیاسي کشمکش تیره میاشت هغه وخت لا زیات شو چې یوی محکمې نواز شریف او د هغه ورور له سیاسي څوکۍ نیولو څخه منع کړل.

په داسې حال کې چې وکیلانو او د حکومت د مخالف گوند فعالینو د پنجشنبې په ورځ په پاکستان کې سرتاسري اعتصاب پیل کړ، په کراچۍ کې پوره امنیتي تدابیر نیول شوي و.

د پاکستان ملکي حکومت پر مظاهرو بندیز لگولی او په سلگونو فعالین یې توقیف کړي دي. د مظاهرو په اړه د عالي محکمې یو مخکښ وکیل وویل:

"زه غواړم څرگنده کړم چې مونږ په دوو تیرو کلونو کې سوله ایزه غونډې کړي دي. او نن هم یوه سوله ایزه مظاهره ده، خو زمونږ پرمخ باید لاره بنده نه شي."

د لانگ یا اوږد مارش په نامه لاریون چې د قضایي چارو د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي کیدای شي د اصف علي زرداري یو کلن حکومت په داسې حال کې بې ثباته کړي چې د امریکا عمده متحد هیواد پاکستان د اسلامي ملیشو او د مخ پر زوړي اقتصاد له پلوه د سختو ستونزو سره مخامخ دی.

په گاونډي هیواد افغانستان کې د ثبات راوړلو او د القاعده شبکې د ماتې په مقصد د امریکا د هڅو لپاره پاکستان چې په اتومي وسلو سمبال دی، حیاتي رول لوبوي.

امریکا غواړي چې پاکستان د جگړه مارانو پر ضد مبارزې ته متوجه وي نه دا چې په سیاسي لانجو کې گیر وي.

د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې امنیتي ځواکونو او پولیسو په عالي محکمې برید وکړ چې وکیلان په کې راټول شوي و. د هغوی موټرې او بسونه یې محکمې ته له ورتلو څخه منع کول.

ددې پر ځای په سلگونو وکیلان چې تور کالي یې اغوستي و د سیاسي فعالینو سره یوځای کیدل چې گوندي بیرغونه یې لیږدول او د حکومت ضد شعارونه یې ورکول. د عالي محکمې یو وکیل صابرشاه وویل:

"نن د وکیلانو نهضت اوږد مارش کوي چې دا عملیه د دوو کالو راهیسې دوام لري. دا سمه نه ده چې حکومت هڅه کوي زمونږ د بیان حق او ازادي سلب کړي. مونږ به تر هغه چې قضایي سیستم بیرته نه وي اعاده شوی، اعتراضونه پای ته ونه رسوو."

له بلې خوا عیني شاهدان وایي پولیسو په لسگونو مظاهره کوونکي نیولي دي. حکومت د چارشنبې په ورځ پر مظاهرو بندیز ولگاوه او لږ تر لږه درې سوه سیاسي فعالین یې بندیان کړل.

ددې سره سره مظاهره کوونکي هیله من دي چې د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ځانونه ورسوي او د پخواني قاضي القضات افتخار چودري بیا مقریدل وغواړي چې پرویز مشرف له کاره گوښه کړی و. زرداري د چودري بیا ټاکنه ونه منله.

څیړونکي وایي زرداري له دې ویریږي چې کیدای شي افتخار چودري هغه عفوه بیرته لغوه کړي چې مشرف یې زرداري او د هغې مقتولې میرمنې بینظیر بوتو ته ضمانت کړی و.

د زرداري عمده رقیب پخواني صدراعظم نواز شریف د وکیلانو شا ته ودرید او د زرداري سره یې څرگند مخالفت پیل کړ.

نواز شریف چې د سترې محکمې د حکم له مخې د سیاسي څوکۍ نیولو څخه منع شوی، ددې کار پړه پر زرداري اچوي او روانې مظاهرې د پاکستان نه د دفاع وخت گڼي.

حکومت گواښ کړی چې که د اوږد مارش په ترڅ کې تا وتریخوالی رامنځ ته شي نو د نواز شریف سره به د اغتشاش کولو په تور قانوني چلند وکړي.

او که بحران زیات شي نو اردو چې ددې هیواد د ٦١ کلن تاریخ نیمایي وخت یې حکومت کړی، ښایي د هغې د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

zardari, pakistan, protests, musharaf, nawaz sharif, lahore, islamabad, pashto news, voa

XS
SM
MD
LG