د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په مظاهرو بندیز نور پرخ کړی


د پاکستان حکومت نن د جمعې په ورځ په مظاهره چیانو یاندي بندیز نور هم پسې پراخ کړ او په لس هاو فعالین یې ددې د پاره ونیول چی د حکومت په ضد د مظاهرو په د وهمه ورځ د هغوي د زورزیاتي مخه ونیسي.

چارواکو د پنجاب او سند د ایالتونو په شان په صوبه سرحد کی هم عامي غونډي بندي کړې. په دې صوبه کی په سل گونو فعالین نیول شوي دي.

د مخالف مشر نواز شریف طرفداران کوشش کوي چی د حکومت ددې ځپنو په مقابل کی ودریږی. مگر پولیسو هغه کاروان ودراوه چی غوښتل یې نن سهار د سند صوبې ته داخل سی.

مظاهره چیانو غوښتل د پاکستان د ټولو ښارونو نه په اصطلاح یو اوږد مارش وکړي او ددوشنبې په ورځ پایتخت اسلام آباد ته ځانونه ورسوي او هلته د پارلمان مخي ته د کښیناستو احتجاج وکړي.

په عین حال کی حکومت ویلي دي چی غواړي د مخالفینو سره خبري وکړی او دا جنجال حل کړی.

مخالفین چی مشر یې نواز شریف دی د جمهوررئیس آصف علي زرداري نه غواړي چی د ملک قاضی القضات افتخار محمد چودري چی پخواني جمهوررئیس پرویز مشرف برطرفه کړی و، بیرته مقرر کړی .

XS
SM
MD
LG