د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان پوځ ته د تیارسئ امر کړی


د پاکستان حکومت وايي، پوځ ته یې په داسې حال کې د تیارسئ امر کړی چې د حکومت مخالفین پلان لري د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې مارش وکړي.

د پوځ ویاند، اطهر عباس وویل، دوی تیار دي چې د حکومت له غوښتنې سره سم نامعین شمیر عسکر ځای پر ځای کړي.

حکومت په ملک کې د حکومت ضد څلور ورځنیو مظاهرو مخنیوي ته دوام ورکړی دی او همدارنگه یې د سیاسي بحران د مخنیوي لپاره مصالحې ته غاړه ایښې ده.

پولیسو نن د ملتان په ښار کې هم ډیر مظاهره چیان ونیول. دا دریمه ورځ ده چې حکومت د هغه اوږده مارش مخه نیسي چې غواړي د دوشنبې تر ورځې پورې پایتخت اسلام آباد ته ځان ورسوي.

د پاکستان حکومت پرون د جمعې په ورځ د ملک له سیاسي او نظامي مشرانو او د امریکايي ډیپلوماتانو سره له کتلو وروسته له د روغې جوړې خبرو ته غاړه کیښوده ده.

که څه هم حکومت په سند، پنجاب او صوبه سرحد کې د خلکو په راغونډېدو او مظاهرو باندې بندیز لگولی، خو د مدافع وکیلانو او د حکومت مخالف مسلم لیگ نواز شریف د گوند ایتلاف کوښښ کوي تر اسلام آباد پورې مارش ورسوي.

مدافع وکیلان له جمهور رئیس آصف زرداري څخه غواړي پخوانی قاضي القضات افتخار محمد چودري چې پخواني جمهور رئیس پرویز مشرف له کاره لرې کړی و، بیرته برحال کړي.

د حکومت مخالف گوند بیا د ملک د سترې محکمې د تیرې اونۍ د هغې پریکړې په خلاف راولاړ شوي چې د دوی د مشر نواز شریف او د هغه د ورور شهباز شریف پر سیاسي فعالیتونو یې بندیز ولگاوه.

XS
SM
MD
LG