د لاس رسي وړ اتصالات

غږیزه فیته کې پرعربي مشرانو گوزار


په یوه غږیزه فیته کې چې ویل کیږي د القاعدې د مشر اسامه بن لادن به وي، د عربو پر منځلارو مشرانو باندې په سختو الفاظو کې گوزار شی او پر دوی تور لگول شوی چې د غزې پر تړانگه باندې یې د اسرائیلو په حمله کې لاس درلود.

په دغه فیته کې چې نن د شنبې په ورځ د الجزیرې تلویزیون خپره کړه، اسامه بن لادن وايي چې ځینې عرب ملکونه له اسرائیلو سره مرسته کوي. خو د ملکونو نومونه نه دي اخیستل شوي.

تر اوسه ددغه فیتې اعتبار نه دی تائید شوی.

XS
SM
MD
LG