د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې پنځه تنه یاغیان ووژل شول


د امریکا پوځ وایی چی ائتلافی او د افغانستان قواوو د کندهار په ولایت کی چی د طالبانو زیات مرکزونه پکی دی، پنځه تنه یاغیان وژلی دی.

پوځ وایی چی دغه پنځه تنه د میوند په ولسوالی کی د یکشنبی په ورځ په هغو عملیاتو کی ووژل شول چی د خارجی جگړه مارانو یوی ملاتړی شبکی پرخلاف وشول.

تراوسه دا ممکنه نه ده چی دغه خبره معلومه شی چی وژل شوی کسان په رښتیا یاغیان وو او که نه.

بل پلو، په دی ولایت کی د یکشنبی په ورځ افغان مامورینو وویل چی د سړک د غاړی د بم په چاودنه کی چی ویل کیږی د کندهار ښاروال ته ایښودل شوی و، یو ملکی سړی ووژل شو او شپږ تنه نور زخمی شوی دی.

د کندهار ښاروال د دی پیښی نه روغ رمټ بچ شوی دی.

یو بل بم پرون د کابل په ښار کی وچاودید چی دوه تنه افغانان پکی مړه شول او دولس نور پکی زخمی شول.

د لومړنیو رپوټونو له مخی دعه چاودنه ځان مرگی حمله وه او داسی چا وکړه چی پیاده روان و.

بل پلو، په گاونډی ملک پاکستان کی چارواکی وایی چی وسله والو کسانو تقریبآ په شلو هغو لاریو حیاژر ژرمله وکړه چی په افغانستان کی یی لویدیځو قواوو ته اکمالات رسول.

چارواکی وایی چی دغو لاریو موټرو ته د یکشنبی په ورځ د پیښور په یوه اډه کی اور اچول شوی وو.

XS
SM
MD
LG