د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شریف په کور کې د خپل نظر بندی نه سرغړونه کړی


د پاکستان د مخالف گوند مشر نواز شریف په لاهور کیپه داسی حال کی چی په سل گونو حکومتی ضد فعالینو په لارو کوڅو کی مظاهری کولی، په کور باندی د خپلی نظر بندی پروا ونکړه.

د ښاغلی نواز شریف ملاتړ کونکو د یکشنبی په ورځ د پنځو ورځو اعتصاب په جمله کی د پولیسو او د حکومت د مخالفینو ترمینځ په شدیدو نښتو کی پولیس په ډیرو وویشتل.

پولیسو د مظاهره چیانو د په شا تمبولو لپاره له اوښکی بهونکی گاز او زغره ورو وسایطو نه کار واخیست،خو مظاهره چیانو خپل مقاومت ته دوام ورکړ.

ښاغلی شریف د هغوی نه غوښتی چی د اسلام آباد په لوری په یوه اوږده مارش ورسره ملگری شی چی د پخوانی جمهور ریس پرویز مشرف په وخت کی دبرطرفه شوو قاضیانو د بیرته مقرری غوښتنه وکړی.

ښاغلی شریف او د هغه ورورمخکی د امنیتی قواوو لخوا د دریو ورځو لپاره په کور کینظر بند شوی وو.

ښاغلی شریف دغه امر غیر قانونی وباله او د خپل کوره د موټرو په یوه کتار کی راووت.

pakistan, us, protests, nawaz sharif, pashto news, voa

XS
SM
MD
LG