د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کی د القاعده په خلاف لوي او پراخ عملیات 'نور ختم شول'


د عراق د امنیتي چارو لوړ رتبه مامورینو ویلي چې په عراق کی د القاعده په خلاف لوي او پراخ عملیات نور ختم شول او اوس باید پاملرنه زیاتره د استخباراتو ډگر ته واړول شي.

هغوی وویل ددې هڅو هدف دا دی چې په بغداد کی د وروستیو حملو مسولې ډلی د هغوی ځالې او پکې هغه سخت دریځي چی ددوی ملاتړ کوي له منځه یوړل شي.

تیره اونی انتحاري سخت دریځو د یوې اونی په موده کې دوه ځلی خونړي بریدونه تر سره کړل چې یو یی په تیری یکشنبې ورځ د بغداد د پولیسو د اکادمئ مخی ته وشو او بل یی بیا د سه شنبې په روځ تر سره شو.

ویل کیږی چی ددې حملې هدف سني او شیعه شیخان و چې د خپلو تر منځ د پخلاینی غونډی نه رووسته بهر وتلي و.

پدی دوه و حملو کی شاو خوا شپیته تنه ووژل شول.

iraq, baghdad, suicide, us, nato, al-qiada, pashto news, voa

XS
SM
MD
LG