افغان مامورین وایی، د شنبی د ورځی را پدیخوا، یاغیانو د ناتو ۶ عسکر او دری افغان ملکی خلکو وژلی دي.
ناتو وایي، د سرک په غاړه په یو چاودنه کې د هغوی څلور تنه عسکر ووژل شول.
د عسکرو هویت تر اوسه پوری معلوم ندي.
طالبان اکثرًا، د افغان او خارجی پوځیانو پر ضد، د سرک د غاړی له بمی چادونو څخه کار اخلي.
ناتو وایی، د شنبی په ورځ د افغانستان په ختیځ او جنوبی سیمو کې د هغوی دوه نور عسکر هم وژل شوی وو.
او په کابل کې د شنبی په ورځ، د بهرنیو ځواکونو د موترو د کاروان د تیریدو په وخت کې، په یو ځان مرگی برید کې، دوه ملکیان ووژل شول او ۱۴ تنه نور یی تپیان شول.
همدا شان، نن په کندهار کې د یوې چاودنې په نتیجه کې، یو ملکی کس وژل شوی او ۴ نور تنه تپیان شوی دي.