د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شریف: مظاهرې د یوه انقلاب پیل گڼل کیږي


په پاکستان کې نن د یکشنبې په ورځ هم د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ سخت اخ و ډب روان دی او ویل کیږي چې سلگونه تنه وکیلان او د مسلم لیگ نواز شریف د گوند غړي نیول شوي دي.

نواز شریف وایی، هغه لاریون چی هغه یی د اسلام آباد به لور مشری کوي، د یوه انقلاب پیل دي.

شریف خپل کور په لاهور کې پریښود او د خپل زرو تنو پلویانو سره د اسلام آباد به لور روان شو. د پاکستان پولیس په ښار کې لاري بندی کړي تر سو د شریف د لاریون مخنوی وکړي.

نواز شریف: "موږ به تر هغې پورې مبارزه وکړو چې پاکستان هدف ته ورسوو. هیڅوک زموږ لار نه شي نیولی. که ما ونیسي، زه بیا هم دوی ټولو ته خبرداری ورکوم چې زموږ لار ونه نیسي. دا ټول بندیزونو قانوني جواز نلري او د نواز شریف مخه نه شي نیولی. موږ ددې بندیزونو پرواه نلرو. نواز شریف ددې بندیزونو پرواه نلري او خلک به دا بندیزونه مات کړې."

ددې لاریون هدف دا دی چې د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پارلمان ودانی مخې ته ورسیږي. د وکیلانو تحریک او نواز شریف گوند هوډ کړی چې ترهغې پورې به د پارلمان د ودانی مخې ته گونډې ووهي چې حکومت د پرویز مشرف لخوا لري کړل شوي قاضیان بیرته په خپلو مقامونو ونه ټاکي.

د قاضیانو د موضوع په اړه د نواز شریف گوند له پیله د وکیلانو کلک ملاتړ کړی دی او نواز شریف په خپل انتخاباتي کمپاین کې ژمنه کړې وه چې پخواني قاضیان به بیرته ځای پر ځای کوي.

نن سهار د نواز شریف د کور د محاصرې کیدو نه څو ساعته وړاندې د پاکستان جمهور رئیس اصف علي زرداري د قاضیانو د قضیې د حلولو په لړ کې اعلان وکړ چې د ميثاق جمهوریت، د تړون له مخې به د قاضیانو موضوع حل کړې.

یو کال وړاندې د پیپلز گوند مشر اصف علي زردارْي او نواز شریف په مرکز او ځینو ایالتونو کې ائتلافي حکومتونه جوړ کړل خو د قاضیانو د موضوع پر سر یې اختلافات دومره ډیر شول چې نواز شریف له حکومته ووت او څو ورځې وړاندې په هغه او ورور یې شهباز شریف باندې سترې محکمې د هیواد په هر ډول سیاست کې په برخه اخیستو بندیز هم ولگولو.

د زرداري او نواز شریف ترمنځ لانجه هغه وخت لا پیچلي شوه چې زرداري په پنجاب کې کې د نواز شریف د گوند ایالتي حکومت ونړاوو او پوځ یې واکمن کړ.

اصف زرداري او نواز شریف دواړه د امریکا لخوا تر سخت فشار لاندې دي چې باید روغه جوړه وکړې. د امریکا په نظر د پاکستان حکومت په داسي حال کې چې لویدیځه برخه کې د طالبانو سره په جگړه بوخت دی، ددې ډول سیاسي لانجو توان نلري.

د شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزېرې هیلري کلنټن له زرداري او نواز شریف سره تیلیفوني خبرې وکړې. د همدې تیلیفون نه وروسته زرداري اعلان وکړ چې په نواز شریف او ورور باندې یې د بندیز د لري کولو په اړه به هم په ستره محکمه کې اپیل وکړې.

د نواز شریف گوند ددې حکومتي پریکړې هرکلی وکړ خو زیاته یې کړه چې په هیڅ ډول به د قاضیانو په موضوع له خپل دریځ نه تیر نه شي.

زرداري نه غواړي چې د مشرف لخوا لري کړل شوي قاضیان بیرته ځای پر ځای کړې.

شنونکي په دې اند دي چې زرداري ددې قاضیانو نه دا ویره لري چې د مشرف او زرداري ترمنځ د شوي موافقې په اساس تړل شوي دوسیې به بیا را وسپړي.

یو بل نظر دا هم شته چې نواز شریف هڅه کوي چې تر ټاکل شوي وخت وړاندې انتخابات وشي چې په دې صورت کې د هغه او د اسلامي گوندونو د بریاليتوب چانس ډیر دی.

islamabad, protest, lahore, nawaz sharif, parvez musharaf, pashto news, voa

XS
SM
MD
LG