د لاس رسي وړ اتصالات

افتخار چودهري به بیرته د پاکستان 'قاضی القضات شی'


د پاکستان حکومت پخوانی قاضي القضات افتخار محمد چودهري بیرته په خپل مقام د ټاکلو اعلان وکړ او د هیواد سیاسي او قضایي لانجې ته یې د پای ټکی کیښود.

ددې اعلان سره د وکیلانو او د نواز شریف د گوند له لوري د اسلام اباد په لور لاریون هم ختم شوی دی.

د پاکستان د حکومت مخالفو گوندونو په خاصه توگه پخواني صدراعظم نواز شریف او د وکیلانو تحریک اعلان کړی وو چې د دوشنبې په ورځ به تر هغې پورې د پارلمان د ودانی مخې ته گونډې ووهي چې حکومت پخواني قاضي القضات افتخار محمد چودهري پر خپل ځای وټاکي.

حکومت اسلام اباد ته د وکیلانو د راتگ او په خاص ډول دې ښار ته د لاهور څخه د نواز شریف د کاروان د ننوتلو پر مخ ټولې لارې تړلې وي او سخت امنیت ترتیبات یې نیولي وو.

خو د دوشنبې په سهار وختې د لمر خاته سره د پاکستان صدر اعظم د وکیلانو غوښتنه ومنله او ملت یې په یوه تلویزیوني وینا کې داسي وویل

گیلاني:"زه نن د خپلې او د پاکستان د جمهور رئیس د ژمنو سره سم د افتخار چودهري په گډون د ټولو لري کړل شوو قاضیانو د بیرته ټاکلو اعلان کوم. د مارچ پر یویشتمه نیټه د اوسني قاضي القضات عبدالحمید ډوگر د تقاعدو سره به قاضي محمد افتخار چودهري د پاکستان د قاضي القضات مقام خپل کړې."

ددې اعلان په اوریدو د افتخار چودهري د کور مخې ته راغونډ شوو خلکو د بري اعلان وکړ او یو بل ته یې د تحریک د بریالیتوب مبارکی ورکړې.

د پاکستان د حکومت له لوري د پخواني قاضي د ټاکلو د اعلان پرمهال نواز شریف د زرگونو ملاتړو په بدرگه اسلام اباد ته په لارې وو او د پنجاب یو بل ښار گوجرانوله ته رسیلی وو.

پخواني صدر اعظم او د جمهوري رئیس زرداري تاریخي سیال او د اوسني اپوزیسیون د ترټولو ستر گوند مشر په اسلام اباد کې د پارلمان د ودانی مخې ته د وکیلانو د تحریک د غړو سره یو ځای د گونډو وهلو تابیا کړې وه.

نواز شریف د خپل موټر څخه د لاوډ سپیکر له لارې خپلو ملاتړو او وکیلانو ته د ستر بري مبارکې ورکړه او د لاریون د ختمولود اعلان سره بیرته د لاهور پر لور وخوځید.

علي احمد کرد د پاکستان د سترې محکمې د وکیلانو د اتحادیې رئیس دی. دی نه وو پریښودل شوی چې د کوټې د ښار نه اسلام اباد ته راشي خودحکومت د اعلان په اوریدو یې داسي وویل

علي احمد کرد: "د سترې محکمې د ویکلانو او د وکیلانو د ملي شورا او اجرائیويي شوراگانو په استازیتوب زه د لاریون او په اسلام اباد په شاهراه دستور کې د پارلمان مخې ته د غونډیدو د پروگرام د ختمولو اعلان کوم."

افتخار محمد چودهري شپیته کلن دی او په دوه زره اووم کال کې پوځي دکتاتور پرویز مشرف له هغې وروسته له دندې گوښه کړ چې ده د حکومت پرخلاف د ځینو دوسیو څیړل پیل کړل.

د مشرف په دې کار وکیلانو پر ټول هیواد کې کلکه مبارزه پیل کړه چې د واک نه د هغه د پرځولو سبب هم شو. د نوي حکومت په راتلو زرداري د نواز شریف دواړو د قاضي القضات بیرته پر خپلې دندې د گمارلو ژمنه کړې وه خو جمهور رئیس زرداري دا کار ونکړ.

داسي ویل کیږي چې زرادري له دې ویره درلوده چې افتخار چودهري به د پرویز مشرف او د زرداري د میرمنې بینظیر بوټو ترمنځ د شوې موافقې په اساس د ښځې او میړه پرخلاف د اختلاس تړل شوي دوسیې بیا وسپړي.

د زرداري او نواز شریف ترمنځ د اختلافاتو په پایله کې جمهور رئیس زرداري تیره میاشت د یو فوق العاده فرمان په اساس په پنجاب کې د نواز شریف د ورور شهباز شریف حکومت ونړاوو.

د اختلافاتو په زیاتیدو د امریکا د بهرنیو چارو زیرې هلیري کلنټن هم د زرادري او نواز شریف سره تلیفوني خبرې کړې وې او دواړه یې د هیواد د گټو په خاطر د خبر اترو له لارې د مسلو حواري ته هڅولي ول.

gilani, chudari, pakistan, protests, nawaz sharif, islamabad

XS
SM
MD
LG