د لاس رسي وړ اتصالات

یوه ځان مرگه په هلمند کې ١١ کسان ووژل


افغان چارواکی واېې چې ېوه ځان وژونکیپه هلمند کې یوولس کسان ووژل. په وژل شویو کسانو کې نهه تنه پولیس هم شامل دي.

دافغانستان دکورنېو چارو وزارت واېې نن ددوشنبی په ورځ دغه بم چوونکی پېاده روان و چې خپل چاودونکی مواد ېې د هلمند په مرکز لشکر گاه کې د پولیسو قومندانۍ مخې ته وچول.

په پیښه کې دوه ملکيان هم وژل شوي دي. د زخمیانو شمیر ٢٩ تنه ښودل شوی.

چارواکی واېې، د فراه په ولایت کې نن یوه بل ځان وژونکی چې لاسی بم ورسره و، دفراه په ولاېت کې ېې په ېوه امنېتی پوسته کې ېو پولېس وواژه.

ځاېې چارواکی واېې چې بم چوونکیله حملې نه وروسته مړ شو. خو دهغه د مرگ دعلت په باب ضد او نقېض رپوټونه ورکړل شوېدی.

ېو شمېر چارواکی وايي، چېبرېد کوونکی پولېسو ووېشت او وې واژه.خو نور واېې چې هغه هغه وخت مړ شو چې ورپورې تړل شوي بمونه وچاودل.

په همدغه پېښه کې هغه دوکانداران هم زخمی شوېدی چې شاوخواته ېې دوکانونه لرل. داحمله دهغو برېدونو او بم چونو لړۍ ده چې د افغانستان په ختېځ او جنوب کې ېې د یکشنبی په ورځ ١۴ کسان ووژل.

د یکشنبی په ورځ دوه برتانوی عسکر ، څلور امرېکا ېې عسکر او پنځه افراطېان د ځانی تلفاتو په جمله کې شامل وو. نور پکی ملکی افغانان وو.دېکشنبی دورځی د برېدونو مسوولېت طالبانو په غاړه اخېستی دی.

helmand, lashkargah, suicide bombing, afghanistan, kabul, karzai, nato, pashto news, afghan news, voa news

XS
SM
MD
LG