د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا: اسرائیل باید خپلواک فلسطیني دولت ومني


اروپايي اتحاد وايي، له اسرائیلو سره د دوی اړیکې په دې پورې اړه لري چې دغه یهود دولت د اسرائیلو او فلسطین د بحران د ختمولو لپاره د دوو خپلواکو دولتونو جوړېدو ته غاړه کښیږدي.

د اروپايي اتحاد د بهرنیو اړیکو رئیس، هاویر سولانا نن د اسرائیلو د نوي منتخت صدراعظم بنجامن نیتان یاهو څخه وغوښتل چې دده حکومت باید د اسرائیلو تر څنگ د یوه آزاد فلسطیني حکومت جوړېدل ومني.

له بلې خوا، د اسرائیلو د کابینې هغه غونډه ځنډېدلې ده چې غوښتل یې په غزه کې د نیول شوي اسرائیلي عسکر د راخوشې کولو لپاره له حماس سره په خبرو بوخت مرکچیانو ته نور وخت ورکړي.

د اسرائیلو برحال صدراعظم ایهود المرت چې د واک موده یې په ختمېدو ده، قاهرې ته دوه عالي رتبه چارواکي لیږلي چې له مصري منځگړو سره خبرې وکړي. هغه نن ناوخته د کابینې غونډه تر سبا پورې وځنډوله.

د حماس جگړه مارانو درې کاله مخکې، د اسرائیلو عسکر گیلاد شالیت پر سرحد باندې د یوې جگړې په ترڅ کې نیولی و.

له بلې خوا، د جنگي جنایتونو د نړیوالې څارونکو یوې ډلې نن پر ملگرو ملتونو غږ کړی چې د هغو تورونو په اړه غور وکړي چې وايي، اسرائیلو او حماس دواړو په غزه کې په خپله وروستۍ جگړه کې نړیوال بشري قوانین تر پښو لاندې کړي دي.

XS
SM
MD
LG