د لاس رسي وړ اتصالات

خاتمي نه غواړي د ایران انتخاباتو ته کاندید شي


د ایران منځلاري پخواني جمهور رئیس محمد خاتمي ته نږدې منابع وايي، هغه به ډیر ژر اعلان وکړي چې نه غواړي په آینده جون کې د ایران د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ځان کاندید کړي.

دا خبر وروسته له هغه خپور شو چې ښاغلي خاتمي پرون یکشنبې د خپلو ملاتړ کوونکو په یوې غونډه کې برخه واخیسته.

خبري آژانسونو د ښاغلي خاتمي له خولې لیکلي چې یو بل منځلاری مشر، میر حسین موسوي به بهتره کاندید وي چې کیدای شي د سخت دریځو له کم مقاومت سره مخامخ شي

ښاغلي خاتمي ویلي، له دې آمله د ځان له کاندیدولو تیریږي چې د ملک په اصلاح غوښتنونو کې د نفاق مخه ونیول شي.

خاتمي د ١٩٩٧م څخه تر ٢٠٠٥م کال پرې د ایران جمهور رئیس و.

میر حسین موسوي د ١٩٨٠مې لسیزو په ډیرو کلونو کې د ایران صدراعظم و. خو په ١٩٨٩م کال کې هغه وخت د موسوي د واک په اړه انتقادونه وشول چې د ایران اساسي قانون تعدیل شو.

XS
SM
MD
LG