د لاس رسي وړ اتصالات

سورصلیب: د بوش حکومت بندیان شکنجه کړي


د متحده ایالاتو یوې ورځپاڼې خبر ورکړی چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې په خپل یوه پټ رپوټ کې لیکلي چې د بوش حکومت د القاعده د ډلې نیول شوي غړي شکنجه کړي وو.

واشنگټن پوسټ نن په خپل رپوټ کې لیکلي چې د سره صلیب د ٢٠٠٧م کال په دغه سند کې ویل شوي چې امریکا له ځینو بندیانو سره ظالمانه، غیر انساني او بې حرمته سلوک کړی دی.

ورځپاڼه وايي، دا تر اوسه پورې تر ټولو معتبره منبع ده چې له بندیانو سره د بد سلوک په اړه څرگندونې کوي. په رپوټ کې ویل شوي چې دا لومړی ځل دې چې په دغه سند کې په دې اړه د شکنجې کلمه په رسمي ډول استعمال شوې ده.

سره صلیب دغه معلومات د هغو مرکو په استناد ورکړي دي چې له ١۴ مهمو زندانیانو سره شوي کوم چې په ٢٠٠٦م کال کې گوانتانامو ته انتقال شوي وو.

واشنگټن پوسټ لیکي، سره صلیب په خپل رپوټ کې بندیانو ته د ورکړل شویو شکنجو ځینې نمونې یادې کړي.

رپوټ وايي، بندیان وهل شوي ټکل شوي، خوب ته ندي پرېښودل شوي، په ډیرې گرمې هوا کې پرېښودل شوي او ځنیې وختونه په اوبو کې غوپې ورکړل شوي دي.

ورځپاڼه وايي، د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې یا (سي.آی.اې) په دې اړه له تبصرې کولو څخه ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG