د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه غواړي د افغانستان له ثبات سره مرسته وکړي


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگې لاوروف ویلي دي چې ماسکو په کلکه غواړي چې د افغانستان د ثبات لپاره د نړیوالې ټولنې د هلو ځلو ملاتړ وکړي.

لاوروف دغه خبرې نن په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر رنگین دادفر سپنتا سره په یوه مشترک خبري کنفرانس کې وکړې.

لاوروف وویل، روسیې افغانستان، پاکستان او ایران ته بلنه ورکړې چې په راتلونکې میاشت کې د سیمې د امنیت په باب په هغې غونډې کې گډون وکړي چې په ماسکو کې جوړیږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې جمهور رئیس دیمتري مدویدوف غواړي په مرکزي آسیا کې د روسیې نفوذ یو ځل بیا را ژوندی کړي.

د روسیې حکومت اجازه ورکړې چې په افغانستان کې میشتو امریکايي قواوو ته غیر پوځي اکمالات په ریل گاډي کې له روسیې ته تیر شي.

XS
SM
MD
LG