د لاس رسي وړ اتصالات

د محمد داوود خان د جنازې مراسم اداء شول


د محمد داوود خان د جسد بقایا نن په رسمی توګه د کابل ښار د تاج بیک په تپه کی خاورو ته وسپارل شوه.

د افغانستان د لمړی جمهور ریس محمد داوود خان د جنازی بقایاوی نن سه شنبهتر کلکو امنیتی تدابیرو لاندی د کابل ښار د دارالامان د تاج بیک په تپه کی خاورو ته وسپارله شوه.

د جمهور رییس داوود خان د دفن ځای له ۳۰کالو را پدیخوا څخه ورک وو. خو پدېوروستیو کی د جمهور رئیس حامد کرزی لهخوا د یوه ټاکل شوی کمسیون په هڅه وموندل شو.

د محمد داوود خان د جنازی په مراسمو کی د جمهوری ریاست په ارګ کی نیول شوی وو، د افغانستان جمهور رییس حامد کرزید کابینی غړو د محمد داوود خان لور، میرمن درخانی،او د سلطنتی کورنی غړو ګډون درلود.

د محمد داوود خان او محمد نعیم خان جنازی نن په داسی حال کی خاورو ته وسبارلی شوی چید دوی د کورنی د ۱۵تنو نورو غړو جنازی پرون خاورو ته سپارلی شوی وی.

او په داسی حال کی چی په همدی مناسبت د افغانستان رسمی بیرغ د یوی ورځی لپاره نیم ځوړندوو، محمد نادر نعیم، د محمد نعیم خان لمسی په افغانستان کی له جګړه کوونکو ډلو غوښتنه وکړه چی د خاورو ته سپارلو له ورځی تر یوی اونی پوری اور بند وکړی.

محمد داوود د ۱۳۵۷کال د ثور په ۷مهد خپلی کورنی له ۱۷تنو سره یو ځای د هغه وخت د خلق د دیموکراتیک ګوند لخواه د یوی نظامی کودتا په ترځ کی له مینځه یوړل شو.

د دوی د دفن ځای په دی وروستیو کی د حامد کرزی لخواه د یوه تعین شوی کمسیون په زیار د کابل ښار په څرخی پله کی کشف شو.

XS
SM
MD
LG