د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د پاکستان د سیاسی ستونزی په سوله ایز حل خوشحاله شویده


امریکا ددوشنبی په ورځ په پاکستان کې دیوی هفتی دسیاسی ستونزی په سوله ایزه نتیجه خوشحالې څرگنده کړه او دی کار هیواد د سیاسی گډوډۍ نه بیرته راوگرځاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیری هیلری کلنټن د پاکستان د مهمو مامورانو سرهپه تلیفون کې خبری وکړی او ورنه وی غوښتل چې دغه تاوتریخوالی ارام کړی .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیری میرمن کلنټن ېه غیر معمول ډول د شنبی په ورځ په تلیفون کې مستقیمی خبری وکړی. هغې د پاکستان د جمهوررئیس اصف علی زرداری، د صدراعظم یوسف رضا گیلانی او د حکومت مخالف مشر نواز شریف نه وغوښتل چې دغه ستونزه حل کړی.

مگر هغې دلته په مطبوعاتی کنفرانس کې وویل، د هیواد د ستری محکمې د برطرفه شوی قاضی القضات افتخار محمد چودری په بیرته مقرریدوسره پخپله پاکستانیانو دغه جنجال حل کړ او هیله ده چې دپراخو خبرو په لور دا لومړی گام وی.

د میرمن کلنټن د تلیفون ډیپلوماسۍ د امریکا د څو ورځو زیاتو کوښښونو سره ملگری وه چې دلته د یو مامور په قول دیوې جدی ستونزی نه په راگرځولو کې مرسته وکړی چې ځینی څارونکی وائې، دغې ستونزی دهیواد ثبات ته گواښ مخامخ کړی و.

د ایرلینډ د بهرینوچارو د وزیر مائکل مارتین سره یوځای خبریالانو ته دخبرو په ترڅ کې میرمن کلنټن وویل، پاکستانی مشران هغې ته ضرورت نلری چې ورته ووائې، په سیاسی جنجال کې څه شی په خطرکې و او دغه حل دراتلونکی لپاره دهیلی یوه نخښه ده.

میرمن کلنټن: "زه پدی عقیده یم، دوی چې په دغه حل سره موافقی ته ورسیدل ، دا دهغه څه په باره کې لومړی گام دی چې دا ورته دبیا پخلاکیدنی او دسیاسی نظریاتو دروغې جوړی دوام وی چې ملکی ډیموکراسۍ او دقانون حاکمیت باثباته کولای شی. دا دواړه دهغو کوښښونو لپاره مهم دی چې پاکستانیان ئې پخپله ډیر مهم گڼی یعنی داچې پاکستانیان او هیواد ئې دافراطیانو او تاوتریخوالی نه وژغوری."

د بهرنیو چارو د وزارت سر پرست نطاق رابرټ اوډ وویل، میرمن کلنټن چې د شنبی په ورځ دپاکستانی مشرانو سره په تلیفون کې خبری وکړی ،دهغوې نه دحکومت دمخالفینوسره ددغه جنجال دسوله ایزحل غوښتنه وکړه او وویل، دسوله ایزی او ډیموکراتیکی اسمبلی په مخکې باید خنډونه نوی .

ښاغلې اوډ پدی باره کې څه ونه ویلی چې ایا میرمن کلنټن په خاصه توگه دقاضی القضات دبیا مقرریدو غوښتنه وکړه یانه . مگر هغه وویل، امریکا د جمهور رئیس زرداری په پریکړه خوشحاله شویده چې دا د بیا پخلا کیدنی او د قانون د حاکمیت د ټینگیدو په لوریومهم اقدام دی.

ښاغلې اوډ وویل، د بریتانی د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ ملی بانډ د میرمن کلنټن سره یو ځای دهفتی په اخری کې ددواړو لویدیځو متحدینو اندیښنه ئې منعکسه کړه چې دغه ستونزه به په هغو کوښښونو منفی اغیزه وکړی چې د افغانستان او پاکستان په سرحدی سیمه کې دافراطیانو په خلاف کیږی.

ښاغلئ اوډ وائې: "په څرگنده توگه زموږ اندیښنه داوه چې دغه تاوتریخوالی زور اخلی او دوی ته پکارده چې ارام ئې کړی. دغه تاوتریخوالی دپاکستان دحکومت پام له خپل اصلی دښمن القاعدی او طالبانونه بلی خواته اړوه."

د بهرنیو چارو وزیری میرمن کلنټن احساس وکړچې دی ته پکارده چې دغه تلیفونونه وکړی. موږ ډیر خوشحاله یو چې پاکستانی مشرانو ځینی دغه پریکړی وکړی چې لږترلږه هیواد بیرته دبیا پخلا کیدنی په لور بیائې.

توقع ده چې میرمن کلنټن دخپل پاکستانی انډول شاه محمود قریشی سره ددی میاشتی په اخرکې په هغه کنفرانس کې وگوری چې په هاگ کې دهالنډ په سرپرستی جوړیږی چې هدف ئې په افغانستان کې دثبات ټینگول دی.

clinton, pakistan, protests, islamabad, zardari, nawazsharif, pashto news, dari news, voa

XS
SM
MD
LG