د لاس رسي وړ اتصالات

گېلانی واېي په ېوه مهم اېالت کې به دېموکراسی بېرته اعاده کړی


د پاکستان صدر اعظم، ېوسف رضا گېلانی وعده کړېده چې په سېاسی لحاظ په ېوه مهم اېالت کې دېموکراسی بېرته اعاده کړی.

د ېوسف رضا گېلانی تبصره نن د سه شنبی په ورځ په داسی وخت کې کېږی چې ېو ه ورځ مخکی جمهور رئېس اصف علی زرداری د مخالفېنو غوښتنی ته غاړه کېښوده چې پخوانی قاضی دستر ی محکمی رئېس بېرته بر حآل کړی.

ښاغلی گېلانی ووېل چې دده د حکومت تر ټولو مهم کار به دا وی چې په مرکزی پنجاب کې د انتسابی والی دوره ختمه کړی. پنجاب د نواز شرېف پوخ مورچل گڼل کېږی.

گېلانی دېته اشاره کوله چې د نواز شرېف ورور شهباز شرېف د ستری محکمی د فېصلی نه وروسته چې هغه ېې د منتخب مقام له اشغالولونه منع کړ، د پنجاب د گورنر په حېث لېری کړی شو.

تر دی وروسته جمهور رئېس زرداری د گورنر رول په نامه قانون تعمېل کړ او شهباز شرېف ېې د پنجاب د اعلی وزېر په توگه لېری کړ او دخپل گوند ېوسړی ېې هلته وټاکه.

د حکومت له دغه اقدام نه وروسته او د ستری محکمی له فېصلی نه وروسته د پاکستان وکېلانو او نوروسېاسی ډلو د ستری محکمی د قاضی افتخار چوهدری د بېرته برحالولو غوښتنه تکرار کړه.

نواز شرېف او دهغه ملاتړو پر جمهور رئېس زرداری باندی تور ولگاوه چې په قضاېئه قوه کې لاسوهنه کوی او په ټول پاکستان کې ېې دېوې اونی مظاهری ېې ترتېب کړی.

وروسته له هغه نه چې د مظاهره چېانو په برخه کې په اول کې د پولېسو له خوانه سخت اقدامات وسول جمهور رئېس زردارری له دې سره موافقه وکړه چې چوهدری بېرته برحآل کړی.

په همدی سبب مخالفو سېاسی گوندونو خپل پلان شوی اعتصاب چې د پارلېمان په مخکی به د اعتراض په ډول ددوشنبی د ورځې راهېسی کېنی فسخ کړ.

مخالف مشر نواز شرېف د برېالېتوب اعلان وکړ او دانوی سېاسی انکشاف ېې ستر موفقېت وباله.

gilani, pakistan, panjab, protests, zardari, pashto new, voa news

XS
SM
MD
LG