د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا حکومت پر ېوه اېرانی سوداگر د غېر قانونی صادراتو تور لگولی دی


د امرېکا د عدلېې وزارت واېې چې د اېران ېو سوداگر په دې باندی متهم شوېدی چې په غېر قانونی ډول د هېلېکوپټرونو ماشېنونه او نورې هواېې کمری اېران ته انتقالوی.

حسېن علی خوشنوېسراد ددوشنبی په ورځ د کلېفورنېا په فېدرالی محکمه کې له خپل توقېف نه وروسته را حاضر کړی شو.

چارواکېو هغه د فرانسېسکو په هواېې مېدان کې دمارچ په څوار لسمه باندی له رارسېدونه لنډه شېبه وروسته ونېو.

د امرېکا د عدلېې وزارت واېې چې په دغه سوداگر باندی د څلور و جرمونو دکولو تورونه لگولی دی. دا تورونه په غېر قانونی ډول اېران ته د امرېکا د اموالو صادرول دی.

که چېرې هغه محکوم سی نو تر شلو کلونو پورې په زندان کې اچول کېدلی شی.

د امرېکا چاوراکېو پر خوشنوېس را د باندی ادعا کوی چې په ٢٠٠٧ مېلادی کال کې ېې د اېرلنډ ېوې تجارتی کمپنی ته زمېنه برابره کړه چې د رولز راېس د هېلېکوپټرونو اولس ماشېنونه په بېه واخلی.

وروسته بېادغه ماشېنونه اېران ته ولېږل شول.

پرهغه باندی دا تور هم لگېدلی دی چې د څارنی څو دانی داسی کمری ېې اخېستی دی چې هغه د جنگی جېټ الوتکېو لپاره جوړې شوېدی.

هغه ېې هم بالاخره اېران ته صادری کړېدی. خوشنوېس راډ ددغو تورونو ځواب ندی وېلی. امرېکا د اېران د ١٩٧٩ مېلادی کال د اسلامی انقلاب نه وروسته سمدلاسه پر اېران باندی بندېز ولگاوه.

د اېران پخوانی پاچا رضاشاه پهلوی په دغه انقلاب کې وځپل شواو ېو اسلامی عالم قدرت ته ورسېده.

هغه بندېزونه چې پر اېران باندی لگېدلی دی په هغو کې دنظامی ټکنولوژی او اضافې پرزو صادرول شامل دی.

XS
SM
MD
LG