د امرېکا مرکزی بانک نن د سه شنبی په ورځ مجلس کوی چې په امرېکا کې د ډېرخراب اقتصادی رکود سره د مبارزې لپاره نوی لارې چاری ولټوی.
په امرېکا کې د ١٩٣٠ د لسېزې نه را په دې خوا داسی سخت اقتصادی رکود نه ور اغلی.
د امرېکا د مرکزی بانک مجلس په داسی وخت کې کېږی چې د عامو خلکو پرېشانی او ماېوسی د حکومت د اقتصادی ژغورنی له پلان سره زېاتېږی.
تېره اونیخلکو وال سترېت ته د کورونو د مارکېټ نتاېجو ته په برخه کې انتظآر وېوست خود مارکېټ نتاېج له ناکامی او ماېوسی سره مخامخ شول.
د امرېکا د کورونو د خرڅولود مارکېټ سستوالی او خرابی داقتصادی رکود او شخړو مرکزی برخه تشکېلوی.
حکومت هم لگېادی چې نن د سه شنبی په ورځ د کورونو دمارکېټ د څرنگوالی په برخه کې رپوټ خپور کړی.
د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما د دوشنبی په ورځ خپلهغوسه په دې باندی څرگنده کړه چې د مالېه ورکوونکېو هغه پېسی چې حکومت مالی ادارو ته درغورنی لپاره د بېمی کمپنیورکوی او هغه د کمپنیېو د مدېره هېئت اونورو لوړ پوړه چارواکېو جېبونو ته ورځی.
د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما دخپلې خزانی وزېر (Timothy Geithner) ته هداېت کړېدی چې که دا ممکنه وی چې د امرېکا د نړېوالی اداری (A I G )
د هغو پلانونو مخه ونېسی چې خپلې لوړ پوړه چارواکېو ته د ١٦٥ ملېونو ډالرو په اندازه کلنی بخشش ورکوی.
د نېوېارک لوی څارنوالی انډری کومو واېې چې د ی به د AIG د بخششونو په برخه کې د معلوماتو لپاره قانونی اقدام وکړی او داخلک به محکمی ته را جلب کړی.
د (A I G ) ېوه نطآق ووېل چې کمپنی به په مناسبه توگه د ځواب ورکوولو اقدام وکړی.