د لاس رسي وړ اتصالات

شیفر: افغانستان ته نور عسکر په کار دي


د ناټو عمومي منشي یاپ دیهوپ شیفر وايي، د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو د امنیت د ساتنې لپاره زیاتو عسکرو ته ضرورت دی.

شیفر نن له جمهور رئیس حامد کرزي سره په کابل کې د لیدلو پر وخت دغه خبره وکړه.

ښاغلي شیفر وویل، نږدې څو کنډکه عسکرو ته ضرورت دی. د ناټو د یوه کنډک عسکرو شمیر ١٠٠٠ تنه دی.

ښاغلي شیفر له جمهور رئیس کرزي سره په یوه مشترک خبري کنفرانس کې وویل چې د افغانستان آینده انتخابات سخت کار دی خو ویې ویل چې چارواکي ورته متعهد دي. هغه وویل، ټولو افغانانو ته باید د رایې ورکولو زمینه برابره شي.

د اسد په ٢٩مه د جمهوري ریاست انتخاباتو ته جمهور رئیس کرزی هم ځان کاندیدوي. د افغانستان په آینده انتخاباتي مبارزو کې به د خارجي قواوو موجودیت او د طالبانو تشدد تر ټولو لویې موضوعگانې وي.

له بلې خوا، نن په کابل کې د سرک د غاړې یوه بم درې ته زخمي کړل. پر طالبانو باندې ددغه بم د ایښودو شک کیږي.

د تیر یوه کال راهیسې په افغانستان کې د تشدد پیښې زیاتې شوي چې له آمله یې د امریکا جمهور رئیس پریکړه کړې چې په آینده څو میاشتو کې ١٧ زره نور عسکر هغه ملک ته ولیږلي.

خو د امریکا د پارلمان د غړو یوې ډلې چې ددغه ملک د دوو معتبرو سیاسي گوندونو غړي پکې دي، جمهور رئیس اوباما ته پرون یو لیک لیږلی او له هغه څخه یې غوښتي چې افغانستان ته د عسکرو د لیږلو د پریکړې په اړه له سره غور وکړي.

د پارلمان د ١۴ غړو دغې ډلې ویلي، په افغانستان کې د امریکا اهداف واضح نه دي. دوی ویلي، په افغانستان کې د امریکايي قواوو زیاتول به د امریکا امنیت ته صدمه ورسوي او د افغانستان د ثبات او پر خپلو پښو ولاړ حکومت له جوړېدو سره به هیڅ مرسته ونکړي.

د امریکا د پارلمان دغو غړو همدارنگه اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې د نظامي بري لټول به ددې ضرورت هم راپیدا کړي چې په گاونډي هیواد پاکستان که هم پوځي فعالیت زیات شي. دوی وايي، دا کار به سیمه نوره هم بې ثباته کړي.

XS
SM
MD
LG