د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د 'یوه لپ ټاپ او یوه زده کوونکي' پروګرام


یوه امریکايي خیریه موسسه هڅه کوي، په نړۍ کې په ښوونځیو کې زده کوونکو ته معلوماتي ټکنالوژي برابره کړي.

دې موسسې اوس د افغانستان ښوونځیو ته هم لار پیدا کړې او په ازمایښتي ډول یې په جلال اباد ښار کې په زده کوونکو کمپیوټرونه ویشلي.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکو د سې شنبې په ورځ د جلال اباد په ښار کې رسما په ازمایښتي ډول د یوه لپ ټاپ او یوه زده کوونکي، پروګرام پیل کړ او د استقلال لېسې پر زده کوونکو یې شاوخوا څلور سوه لپ ټاپونه ووېشل.

دا لپ ټاپونه چې د پوهنې وزارت ته د امریکايي موسسې او ایل پی سي له خوا ورکړل شوي موخه دا ده چې د افغانستان د ښوونځیو زده کوونکي له معاصرې ټکنالوجۍ سره بلد شي.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي پدغو لپ ټاپونو کې یې شپاړس مهم روزنیز پروګرامونو ځای پر ځای کړي، چې له مخې یې زده کوونکي کولای شي زده کړې له همدې کمپیوټره هم ترسره کړي.

په یوه لپ ټاپ یوه زده کوونکي پروګرام نېږدې یو ملیون ډالره پانګونه شوې او د هر یوه لپ ټاپ بییه دوه سوه امریکايي ډالره ده.

د ننګرهار د استقلال لېسې زده کوونکي ددې لپ ټاپونو پر ورکړه خوښ وو، دوې ویل ان تر دې چې فکر یې نه کاوه په لومړني ښوونځي کې د کمپیوټر زده کړي وکړي.

د ننګرهار ولایت د پوهنې چارواکي وايي دوی سږني کال ته پدې ولایت کې د پوهنې د کیفیت د لوړولو په خاطر ګڼ پروګرامونه تر لاس لاندې نېولي چې دا یې پيل دی.

د ننګرهار ولایت د پوهنې ریس اقبال عزیزي د یوه لپ ټاپ یوه زده کوونکي پروګرام ددې ولایت زده کوونکو ته مهم بولي.

دا ډول پوهنې وزارت چارواکي وايي دوی په پام کې لري د ټول افغانستان په کچه پنځه زره دا ډول لپ ټاپونه په نورو ولایتونو کې هم پر زده کوونکو وویشي.

دوی وايي ددی پروګرام لپاره یې روزونکي هم موندلي، د پوهنې وزارت ویاند اصف ننګ اشنا تلویزیون ته وویل، د OLPC خیريه موسسې ورسره ژمنه کړې که بریالي شي لا زیاتې مرستې به ورسره وکړي.

پدې پراخه غونډه کې چې د ننګرهار د ښوونځیو ښوونکو او چارواکو برخه اخېستې وه، ویناه والو د یوه لپ ټاپ یوه زده کوونکي د پروګرام ستاینه وکړه، وې ویل دا پروګرام له زده کوونکو سره مرسته کوي چې له مډرنې ټکنالوجۍ سره اشنا شي.

پدې غونډه کې په څو تنو شاګردانو لپ ټاپونه هم وویشل شول، دا پروګرام چې د یو ایس ای ډي او روشان کمپنۍ له خوا هم تمویلیږي مشران یې وايي دوی به هڅه کوي په هر لپ ټاپ کې زده کوونکو ته د انټرنېټ اسانتیا هم برابره کړي.

د OLPC موسسې چارواکي دا ډول وايي دوی په ټوله نړۍ کې ورته پروګرامونه لري او په لومړي ځل یې دا کار په افغانستان کې پيل کړی.

XS
SM
MD
LG