د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: امریکا په پاکستان کې د جگړې په پراخولو غور کوي


په امریکا کې د نیو یارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یوه رپوټ کې لیکلي چې جمهور رئیس براک اوباما او د هغه د ملي امنیت چارواکي پر دې غور کوي چې په پاکستان کې د خپل ملک پټ جنگ پراخ کړي.

ورځپاڼه وايي، د حکومت ځینو عالي رتبه چارواکو چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا په جوړېدونکو پالیسیو خبر دي ورته دغه معلومات ورکړي دي. د چارواکو نومونه نه دي اخیستل شوي.

نیو یارک ټایمز لیکي چې سپینې ماڼۍ ته په لوړه سطحه دوه رپوټونه سپارل شوي چې په پاکستان کې د نورو ډیرو هدفونو د په نښه کولو غوښتنه شوې ده.

په رپوټونو کې غوښتل شوي چې په بلوچستان کې د کوټې د ښار په اطرافو کې هم باید د افراطیانو پټ مرکزونه وویشتل شي.

ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر هم د ډیرو کلونو راهیسې په همدې سیمه کې فعالیت کوي.

نیو یارک ټایمز خبر ورکړی چې د اوباما ځینو سلاکارانو هغه ته مشوره ورکړې چې د پخواني جمهور رئیس جورج بوش د امر سره سم په کار ده چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو حملې دوام ولري.

د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي توگه د نیو یارک ټایمز ددغه رپوټ په اړه عکس العمل نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG