د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا د فېډرالی بانک چارواکی د اقتصاد د انکشاف د تقوېه کولو لپاره لارې چاری لټوی


د امرېکا د مرکزی بانک عالېرتبه چارواکی نن د چارشنبی په ورځ ددې لپاره مجلس کوی چې په هغو لارو چارو باندی غور وکړی چې د امرېکا کمزوری اقتصاد بېرته په ېښوو دوروی.

ېو شمېر اقتصاد پوهان اټکل کوی چې په دغو هلو ځلو کې به دامرېکا د خزانی داوږدې مودې دسود اوگټی اسنادو په بېه اخېستل هم شامل وی ددې مقصد دادی چې د پېسو دپور اخېستلو قېمت اسانه شی او د مستهلېکېنو او تجارانو لپاره سهولت منځته راشی.

دمارکېټ د پرمختگ او انکشاف لپاره د بانکی اعتبار موجودېت ډېر مهم گڼل کېږی. خو اوس دغه مارکېټ له حرکته لوېدلی او معطل شوېدی.

ځکه چې د امرېکا د کورونو د خرڅلاو مارکېټ بېخی سوړ سو. دا توقع هم کېږی چې د فېدډرالی بانک عالېرتبه چارواکی به د سو د اندازه هم ښکته وساتی چې په تارېخی لحاظ بالکل سابقه نلری.

اوس په امرېکا کې د رسمی گټی اندازه د صفر اعشارېه پنځه وېشت په سلو کې ترمنځ ده.

له بل پلوه د تېرکال د جولای راهېسی د مستهلکېنو په مارکېټ کې قېمتونه ډېر زېات لوړ شوېدی. په دې ترڅ کې د موټرو د تېلو او کالېو قېمتونه د ېوه فېصده څلورمه برخه لوړ شوی وو.

XS
SM
MD
LG