د لاس رسي وړ اتصالات

چمن کې د ناټو پر اکمالاتي لارۍ حمله شوې


د پاکستان مقامات وايي، په هغه لارۍ موټر باندې د راکټ ډز شوی چې په افغانستان کې یې د ناټو قواوو ته اکمالات رسول. دا په پاکستان کې پر دغه ډول اکمالاتي موټرو باندې وروستۍ حمله ده.

پولیس وايي، دغه لارۍ د چمن په ښار کې د تالاشئ لپاره امنیتي پوستې ته ولاړه وه چې په موټر سایکل باندې سپرو دوو کسانو ورباندې د راکټ ډز وکړ. په پیښه کې څوک نه دی زخمي شوی.

په دغې لارئ کې د څاه کیندلو یو ماشین بار و چې صدمه ورته رسېدلې ده.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو قواوو ته اکثره اکمالات د پاکستان د چمن او خیبر درې له لارو رسیږي.

د خیبر پر لاره هم افراطیانو په دې وروستیو وختونو کې په ډیر اکمالاتي موټرو باندې حملې کړي او ددغې لارې د مسئونیت په اړه یې اندېښنې راپیدا کړي دي.

له دې سره د لویدیځ پوځي چارواکي اړ شوي چې په افغانستان کې خپلو قواوو ته د اکمالاتو د رسولو لپاره پر نورو متبادلو لارو غور وکړي.

XS
SM
MD
LG