د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې چاودنې د پارلمان غړی وواژه


په هلمند کې سرک غاړې یوی بمي چاودنې د اولسي جرگې یو غړې وژلی دی. چارواکي او د وژل شوي داد محمد خان کورنۍ وایې چې نوموړي سره څلور نور کسان هم نن پنجشنبې وژل شوي دي.

جمهور رئیس حامد کرزي دا پیښه چې د ملکی خلکو د وژنې سبب شوه غندلې. تر اوسه د برید مسولیت چا په غاړه ندې اخستې خو هلمند د اپینو د تولید او وسله والو مخالفینو پیاوړي مرکز بلل کیږي.

په بل خبر کې راغلي چې افغان او نړیوالو ځواکونو په گډه په ننگرهار کې د یوی حملې پر مهال دوه مشکوکه مخالفه وسله وال وژلي او څلور نور یې ژوندی نیولي.

مگر د بټي کوټ ولسوال خیبر مومند دا حمله غندلې ده.

هغه ویلي دي چی دا حمله په حقیقت کی پر ملکي خلکو باندي سوې ده. هغه اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ته وویل چی په نیول سوو کسانو کی یو د ولسوالي د پرمختگ او انکشاف د چارو مدیراو د هغه زامن شامل دي.

او په یو بل خبر کی راغلي دي چی د ناتو په مشري قواو د لوگر په ولایت کی ١٨ مشکوک یاغیان نیولي دي چی په هغو کی د یاغاینو یو مشر هم شامل دی.

تیره ورځ، یو ځان مرگي برید کوونکي د کابل په لویدیځ کې چې په اغلب گمان هدف یې د بهرنیو ځواکونو کاروان و، تر ځان الوزولو وروسته، دوه ملکي افغانان ووژل او نهه تنه نور یې ټپیان کړل.

او په هلمند کې هم پرون یو بل ځان مرگي برید کوونکي د پولیسو قومانداني په نښه کړه او لږترلږه یولس کسان یې ووژل.

بل پلو، ښایې امریکا په افغانستان کې د شورش د زیاتیدو په وړاندې د پوځي هڅو پر ځای په ځانگړو ملکي اقداماتو توجه وکړي.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما ته یو نژدې همکار وویل چې ښاغلي اوباما همدا اونۍ په واشنگټن کې هیله څرگنده کړه چې د سیمې په اړه به د امریکا ستراتیژي چمتو کړي.

په افغانستان کې د بري لپاره څو لارې غوره شوي چې یوه د پوځونو زیاتوالې، بله د نیویارک ټایمز په وینا د افغانستان د پوځ دوه چنده کیدل او بله هم د دیپلوماتیکو لارو د افغان حکومت سره مرسته کول دي.

XS
SM
MD
LG