امریکا د خپلو هلو ځلو په لړ کی غواړي ژر افغانستان ته زیاتي نظامي قواوي او ملکي کارپوهان واستوي چی په هغه ملک کي د یاغیانو د مخ په زیاتیدونکو حملو مخنیوی وکړی.
د جمهور رئیس براک اوباما لوړرتبه همکاران په دې هفته کی دلته په واشنگټن کی غونډي او ملاقاتونه کوي او هیله لري په سیمه کی د امریکا د نوي ستراتیژۍ په باب وروستۍ فیصلې ته ورسیږي.
امریکا دا اوس په افغانستان کی ٣٨ زره عسکر لري او غواړي نور ١٧ زره عسکر هم ور واستوي چی د یاغي طالبانو چاره وکړی. مگر لوړ رتبه چارواکي وایي چی نورو عسکرو ته هم ضرورت دی.
یو بل پلان بیا غواړي چی د افغانستان د حکومت سره دي زیات شمیر امریکایي دیپلوماتان او د ملکي چارو ماهران کار وکړی او هغوی دي په اقتصادي او زراعتي چارو او نورو ساحو کی د افغانستان په بیا ودانولو کی کار وکړی.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼه رپوټ ورکوي چی د پلان یوه بله برخه غواړي چی د افغانستان د پوځیانو او پولیسانو شمیر دي زیات سی.
دغه ورځپاڼه وایی چی د افغان عسکرو او پولیسو شمیرکه ۴٠٠ زره تنو ته ورسول سی، نو د هغه لگښت به په راتلونکو شپږو یا اوو کالو کی د امریکا نه د لسو نه تر شل ملیارډ ډالرو پوري اضافي پیسې وغواړي.
د امریکا د اردو ځیني قوماندانان دا اندیښنه هم لري چی داسي سمدستي او عاجله پراختیا به د افغانستان په امنیتي قواو کی رشوتخوري او اداري فساد زیات کړی.