د لاس رسي وړ اتصالات

بن لادن 'ټېپ' سومالېېان دېته هڅوی چې جمهور رئېس رانسکور کړی


د سومالیې نوی جمهور رئېس، په هغه ثبت سوی غږ کې چې د القاعده په مشر اسامه بن لادن پورې منسوب شوېدی، غندل شوېدی او سومالېاېان دېته پکی هڅول شوېدی چې دهغه رژېم رانسکور کړی.

دغه ثبت سوی غږ نن د پنجشنبی په ورځ باندی په هغه وېب پاڼه کې را څرگند شو چې دالقاعده سره تړلیتندلارې ډلې ترېنه کار اخلی.

وېاند واېې چې پکار ده سومالېاېان له شېخ شرېف شېخ احمد سره وجنگېږی او له قدرت نه ېې وغورزوی. په دغه اواز کې ادعا شوېده چې هغه ته د القاعده د اهدافو دښمنان پېسی ورکوی.

دغه ټېپ ېوولېس نېمی دقېقې دی او د پېغام عنوان ېې دی چې د سومالېې قهرمانانو وجنگېږئ! پهوېب پاڼه کې له ثبت سوی غږ سره د بن لادن عکس هم ملگری دی.

رپوټ واېې چې جمهور رئېس شېخ شرېف ېو معتدل مسلمان دی او د پارلمېان غړېو د جنوری په مېاشت کې له هغه نه وروسته انتخاب کړ چې د مخکېنی حکومت او مخالفو اسلامی ډلو ترمنځ ېوه سېاسی روغه جوړه منځته راغله.

نوی حکومت دا پلان لری چې اسلام د سومالېې د قانونی نظام لپاره د بنسټ حېثېت ولری.

دا کار ددی لپاره کېږی چې اسلامی تندروان ترېوه څه اندازې پورې قانع کړی ځکه هغوی تر اوسه پورې هم له حکومت سره په جگړه اخته دی.

XS
SM
MD
LG