د لاس رسي وړ اتصالات

څیړنه: د افغانستان د ثبات لپاره باید پرمختیايي پروژې وڅارل شي


د امریکا د پرمختیا مرکز د خپلې څیړنې په نتیجه کې معلومه کړې ده چې په افغانستان کې د نظامي قواوو د زیاتولو تر څنگ دا ډیره مهمه ده چې په دغه ملک کې انکشافي پروژې په سمه توگه سمبال شي.

دغه مرکز پرون په واشنگټن کې د یوې غونډې په ترڅ کې د خپل تحقیق نتیجه اعلان کړه.

د امریکا د پرمختیا مرکز د دوامداره ثبات د چارو متخصص روبین بریگیټي ددغه مرکز د دوامداره ثبات د چارو متخصص د افغانستان په اړه د شویو څیړونو مشر و.

ښاغلي بریگیټي وویل، په امریکا کې اوس حکومت او د افغانستان د چارو ټول څیړونکي دې نتیجې ته رسېدلي چې په دغه ملک کې د ثبات د ټینگولو چاره یوازي د نظامي قواوو زیاتول نه ده، بلکه په کار ده چې پرمختیايي پروژې تقویه شي او په سمه توگه عملي شي.

د امریکا د پرمختیا د مرکز دغه څیړنه په کابل او واشنگټن کې د یو لړ غونډو په ترڅ کې شوې ده. په دغو غونډو کې په کابل کې د امریکا د سفارت چارواکو، په افغانستان کې د امریکا د انکشافي ادارې مشرانو او د افغانستان د مالیې پخواني وزیر اشرف غني احمدزي برخه اخیستې ده.

دغه مرکز چې د خپلې څیړنې نتیجه او پیشنهادونه یې په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا جمهور رئیس براک اوباما ته لیږلي وايي، چې په افغانستان کې د قانون د حاکمیت او د حکومت د مشروعیت د تقویه کولو لپاره باید له افغان حکومت سره کار وشي.

دې هدف ته د رسېدو لپاره د امریکا د پرمختیا د مرکز څیړونکو ویلي چې په کار ده د پرمختیا په چارو کې د ولسوالیو په سطح پروگرامونه جوړ شي.

د څیړنې په نتیجه کې دا پیشنهاد هم شوی دی چې په افغانستان کې د پرمختیا د چارو پر قراردادونو باندې جدي توجه په کار ده. څیړونکو وویل، دا وخت په افغانستان کې ۴٨ زره قراردادیان دي او د ځینوپه باب ویل کیږي چې کار یې شفاف نه دی.

"د خارجي مرستو ډیرې پیسې ددغو قراردادیانو په اداري مصارفو او ورځنیو چارو لگیږي، په دې معنی چې ډیر لږ مقدار یې عامو خلکو ته رسیږي".

روبین بریگیټي وویل، ددغو څیړنو په لړ کې ډاکتر اشرف غني احمدزي یوې غونډې ته وویل چې د پرمختیا د چارو لپاره دغه پیسې چې د مختلفو قراردادیانو له لاس څخه تیریږي نو یوازې ٢٥ فیصده یې پر انکشافي چارو لگول کیږي.

په څیړنه کې ویل شوي چې د افغانستان زراعت، د خوانانو چارو او معارف ته زیاته توجه په کار ده.

دا په واشنگټن کې د دفاعي چارو د پوهنتون د ستراتیژیک امنیت پروفیسر پیټریک کرونین دی چې په دغو څیړنو کې یې برخه اخیستې ده.

دی وايي، د افغانستان د ثبات لپاره یوه مهمه خبره دا ده چې د پوځي چارو سره په ملکي برخه کې د پرمختیا کارونه هم اوږه په اوږه پر مخ ولاړ شي. دی وايي، د قواوو پر زیاتولو باندې د انتقاد پر ځای باید په ملکي برخه کې پروگرامونه زیات کړل شي.

پروفیسر کرونین په افغانستان کې یو عمده مشکل د افغانستان کمزوري پولیس گڼي او وايي چې امریکا باید په خپله تگلاره کې بدلون راولي او په افغانستان کې په خپلو پرمختييايي پروژو کې د پولیسو روزنه هم په پام کې ونیسي.

د پرمختیا په چارو کې د کارپوه کسانو لږوالی هم په دغه څیړنه کې یو مشکل کڼل شوی او د امریکا د پرمختیا مرکز پیشنهاد کړی چې باید افغانستان ته په بیلا بیلو برخو کې په کار پوه کسان ولیږل شي.

XS
SM
MD
LG