د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې ٣٣ یاغیان وژل شوي


افغان او د امریکا په مشري عسکرو د سړک د غاړي د هغه بم چاودني نه وروسته چی په کی د طالبانو مخالف د افغانستان د پارلمان یو غړی داد محمد خان ووژل سو، ٣٣ یاغیان وژلي دي.

د امریکا اردو وایی چی پر افغاني قواو باندي پرون د پنجشنبې په ورځ د گرشک په ولسوالي کی حمله وسوه.

چارواکو وویل چی عسکرو په هغوی باندي کله چی یې دا معلومه کړه چی ملکي خلک په سیمه کی نه وو متقابله حمله وکړه او ٣٠ یاغیان یې ووژل. په دې پېښه کی یوافغان عسکر زخمي سو.

د هلمند په ولایت کی د یاغي طالبانو حملې مخ په زیاتیدو دي، او د امریکا نطاق دا عملیات ددغي سیمي په یاغیانو باندی یو بل واری وباله.

د امریکا اردو وایی چی امریکایی او افغان قواو نن د لوگر په ولایت کی هم په یوه حمله کی درې یاغیان چی بمونه یې جوړول ووژل.

XS
SM
MD
LG