د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: د انتخاباتو مخکې په افغانستان کې سیاسی موافقه مهمه ده


دافغانستان لپاره دملگرو ملتونو خاص استازی خبرداری ورکړیدی چې دانتخاباتو په خاصه توگه داگست دمیاشتی دجمهوری ریاست دانتخاباتونه دمخه چې دیاغیانو جنگونه پکی زور اخلی ، سیاسی موافقه دهیواد دثبات لپاره ډیره مهه ده . دامریکا غږ خبریالی مارگریټ بیشیر پدی باره کې

دافغانستان لپاره دملگرو ملتونو دعمومی منشی خاص استازی (کې ایدی ) دپنجشنبی په ورځ دامنیت شورا ته وویل، دافغانستان سیاستمداران او دحکومت مخالفین باید سیاسی موافقی ته ورسیږی چې دراتلونکی جمهوررئیس دلوړی دمراسمو پوری دهیواد دمؤسسو دمشروعیت او قوت ډاډ ورکړی .

هغه وویل،ددی کار نه کول په تیر وخت کې دافغانستان لپاره ډیر گران تمام شویدی . ښاغلئ ایدی وائې:

موږ نشو زغملای چې دغه میاشتی هم سیاسی او داساسی قانون بی ثباتی میاشتی وی . موږ حکومت ته ضرورت لرو او موږ ته مؤسسې پکار دی چې خپل کار په پوره قوت او پراخه مشروعیت سره سرته ورسوی .

هغه خاصه اندیښنه دمی د(٢٢ ) او اگست دشلمی ترمنځ مودی په باره کې څرگنده کړه چې ټاکل شوی انتخابات پکی وشی .

ښاغلې ایدی وویل، دانتخاباتو دجریان دشفافیت او انصاف په باره کې دحکومت دمخالفینو اندیښنی واقعی او پرځای دی .

هغه له بین المللی ټولنې نه وغوښتل چې دافغان مقاماتواو دمدنی ټولنې سره په همکاری کولو کې خپله ونډه ادا کړی چې دآزاد او عادلانه انتخاباتو لپاره دمیکانیزم په برابرولو کې مرسته کوی . ښاغلې ایدی وائې:

حکومت ، دحکومت مخالفین او بین المللی ټولنه ټولې شاملی خواوی باید دناقصو او غیرعادلانه انتخاباتو دقیمت اداکول درک کړی .نتیجی به ئې دډیری مودی لپاره سیاسی بی ثباتی وی چې ثبات ته د بل هروخت نه اوس ضرورت دی . او دغه نتیجی به دافغانانو په فکرونو کې دډیموکراتیک جریان دارزښتونو په باره کې شکونه پیدا کړی چې باورته ډیر ضرورت احساس کیږی .

امریکا په اوس وخت کې په افغانستان کې (٣٨ ) زره عسکر لری او غواړی چې (١٧ ) زره عسکر نور ورته ولیږی ،ویل کیږی چې راتلونکی انتخابات دیوی مهمی سټراټیجیکی پیښی په حیث گڼل کیږی .

دامریکا استازی روزمری دیکارلو وائې: امریکا دانتخاباتو دخپلواک کمیسیون د پریکړی ملاتړکوی چې ددی لپاره چې انتخابات عادلان ، شفاف او ډیر کسان پکی ونډه واخلی، غواړی داگست په شلمه نیټه وکړی .موږ دافغانستان له مشرانونه غواړو چې داساسی قانون په چوکاټ کې دحل یوه لاره ورته پیدا کړی چې دانتخاباتو په وخت کې دخپل حکومت دمشروعیت، دوام او ثبات ډاډ ورکړی .

له بلی خوا ښاغلې ایدی له بین المللی ټولنې نه وغوښتل چې دافغانستان دمؤسسو جوړولو ته دی پاملرنه وکړی . هغه وویل، دامنیت او قضائې مؤسسو، وزارتونو، ولایتی او محلی ادارو پراخول داسی اساسې عناصر دی چې افغانان پدی قادره کوی چې خپلی چاری پخپله پرمخ بوځی او دبین المللی ټولنې وتلو ته اجازه ورکوی .

ددی میاشتی په اخر کې نړیواله ټولنه دافغانستان په باره کې دوه کنفرانسونه جوړوی .بله هفته لومړی کنفرانس په مسکوکې جوړیږی . په دغه کنفراسن کې به په هغو لارو چارو باندی غوروشی چې څنگه په گډه دهغه گواښ غم خوړلی شی چې دتروریزم، مخدره موادو دقاچاق ، ډله ایز جنایت او بی ثبات یه شمول له دغه جنجال نه راولاړیږی .

دویم کنفرانس دمارچ په یودیرشمه په هاگ جوړیږی . په دغه کنفرانس کې به په اوسنی سیاسی ، امنیتی او بیاودانولوپه موضوعاتو خبری وشی چې افغانستان ورسره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG