د لاس رسي وړ اتصالات

ننگرهار کې ځانمرگي ٦ تنه ووژل


په ننگرهار کې د یوه ځانمرگي د موټر بم په حمله کې چې نن د پولیسو د یوې پوستې مخې ته وشوه، د یوه پولیسو په گډون ٦ تنه ووژل شول.

د ننگرهار والي گل آغا شیرزي وویل چې په دغې حملې کې لږ تر لږ ۴ تنه نور زخمي شوي دي.

له بلې خوا، ناټو وايي د افغانستان په جنوب کې د تشدد په یوه پیښه کې د دوی یو عسکر وژل شوی دی.

دغه پیښه د جمعې په ورځ شوې ده، خو د پیښې ځای او جزیات نه دي ښودل شوي.

پرون د ناټو یوه عالي رتبه قومندان چې د افغانستان په جنوب کې د ناټو د عسکرو قومانده پر غاړه ولري، وویل چې افغانستان ته د نورو زیاتو امریکايي عسکرو له رارسیدو سره به په دغه ملک کې د تشدد پیښې زیاتې شي.

هالنډي جنرال مارټ ډي کرایف وویل، دی فکر کوي چې د هیواد په جنوب کې به د ناامنیو پیښې زیاتې شي خو تمه یې وښودله چې تر ٢٠١٠م کال پورې به دغه وضع بهتره شي.

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما تیره میاشت افغانستان ته د ١٧ زرو نورو امریکايي عسکرو د لیږلو پلان منظور کړ.

جنرال مارټ ډي کرایف خبریالانو ته وویل چې د دوی قواوې اوس په ډیرې عجلې سره خپل هغه امکانات تقویه کوي چې د افراطیانو له خوا استعمالېدونکي چاودېدونکي مواد کشف کړي. هغه وویل، د ناټو عسکر دا وخت د افراطیانو د بم جوړوونکو شبکو خنثی کولو ته جدي فکر کوي.

پرون په کندهار کې میشتو کاناډايي قواوو وویل چې په دوو جلا چاودنو کې د دوی څلور عسکر او یو افغان ترجمان ووژل شول. له ٢٠٠٢م کال راهیسې په افغانستان کې ١١٦ کاناډايي عسکر وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG