هندي او پاکستان عسکرو تیره شپه د کشمیر پر سرحد باندې پر یوه بل ډزې کړي دي.
دواړو خواوو پر یوه بل تور لگولی چې د په کشمیر کې یې پر گډ سرحد باندې د اوربند تړون مات کړی دی.
د هند د دفاع وزارت یوه نطاق وویل چې پاکستاني عسکرو تیره شپه د کشمیر د یوري په سیمه کې بې له کوم موجبه د هندي قواوو پر پوستو باندې ډزې کړي دي.
د تیر جولای په میاشت کې هم هند پر پاکستان باندې د اوربند د ماتولو تور لگولی و. هند هغه وخت وویل چې په متقابلو ډزو کې د دوی یو عسکر وژل شوی دی.
هند او پاکستان تر اوسه د کشمیر پر سر درې جنگونه کړي دي. په ٢٠٠۴م کال کې د دوی تر منځ د سولې خبرې پیل شوې خو تر اوسه یې کومه نتیجه لاسته نه ده راغلې.