د لاس رسي وړ اتصالات

د تاجکستان سره سرحدی پولې ته نږدې ۵ تنه تندلاری ووژل شول


په افغانستان کی د امریکا په مشری د ائتلاف قواوو وایی چی د تاجکستان سره سرحد ته یی نژدی په یوه حمله کی پنځه تنه چی د یاغیانو گمان یی پری کړی وو وژلی او څلور نور یی ژوندی نیولی دی.

د ائتلاف قواووی وایی چی د یکشنبی په ورځ د کندز په ولایت کی په همدی حمله کی افغانی قواوو ورسره مرسته کړی ده.

ځینی محلی افغانی چارواکیو دغه رپوټ رد کړی دی، او وایی چی وژل شوی کسان ملکی خلک وو چی د ولسوال په کور کی یی کار کاوه.

دغه رپوټ په مستقله توگه نشی تایید کیدلی.

بل پلو، د خوست په ولایت کی د یکشنبی په ورځ یو موټر په بم وخوت، یو کس پکی مړ او یوولس تنه پکی زخمی شوی دی.

د ائتلافی قواوو په عملیاتو کی د ملکی خلکو مرگ ژوبله یو د هغو عواملو د جملی نه دی چی په ملک د افغانی او ائتلافی قواوو ترمینځ یی تاوتریخوالی پیدا کړی دی.

د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی د نړیوالو قواوو نه غوښتی چی د طالبانو او القاعدی پرخلاف جگړه کی د پوره احتیاط نه کار واخلیچی ملکی خلک ونه وژل شی.

XS
SM
MD
LG