د ایران د فقید روحانی مشر آیت الله روح الله خمینی میرمن د ٩٣ کالو په عمر په تهران کی وفات شوه.
د ایران دولتی آژانس خبر ورکوی چی خدیجه سقافی د شنبی په ورځ د اوږدی ناروغی وروسته وفات شوه.د جنازی په مراسمو کی د جمهور ریس احمدی نژاد په شمول په سل گونو خلکو گډون کړی وو.
د جنازی گډون کونکو د هغی تابوت په تهران کی د خمینی مقبری ته یووړ تر څو یی هلته خاورو ته وسپاری.
خمینی په کال ١٩٨٩ کیلس کاله د ایران د اسلامی انقلاب د رهبری وروسته وفات شو.