د لاس رسي وړ اتصالات

نېوېارک ټاېمز: د اېران ستر روحانی مشر د اوباما پېغام رد کړېدی


د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه د ېکشنبی په گڼه کې لېکی چې دا ېران روحآنی مشر اېت الله علی خامنه ئي د جمهور رئېس برا ک اوباما دنوی کال په مبارکی کې د ښواړېکودرلودلو پېغا م رد کړېدی.

هغه وېلې دی چې تهران لادېته سترگی په لار دی چې د امرېکا په خارجی پالېسی کې واقعی بدلونونه ووېنی.

د اېران روحآنی مشر اېت الله علی خامنه ئي داېران د پالېسېو په پرېکړوکې ترټولو زېات مسوولېت او واک لری. هغه د ښاغلی اوباما د هغه پېغام په ځواب کې دا خبری وکړی چې د جمعې په ورځ د نوروز د ورځی په مناسبت خپور شوی و.

د نوی کال د مبارکی په دغه پېغام کې هغه هېله څرگنده کړی وه چې له اېران سره د دېرشو کلونو راهېسی له تشنج نه ډکو اړېکوکې ښه والی او انکشاف راشی.

د اېران روحآنی مشر اېت الله علی خامنه ئي په دې برخه کې ووېل ددواړو هېوادونو ترمنځ ترهغه وخت پورې بدلون نشی راتللی ترڅو پورې چې د اوباما اداره د اېران پرخلاف دښمنی ختمه نکړی او د امرېکا په خارجی پالېسی کې په رېښتېنه بدلون رانه ولی.

خامنه ئي ووېل چې هغوی د بدلون شعارونه واېې خو په عمل کې بدلون ندی لېدل شوی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې خامنه ئي دا خبری په مشهد کې د زرگونو خلکو په مخکی کولی. مبصرېن واېې چې سره له دې هم هغه د ښو اړېکو لپاره دروازې خلاصی پرېښوی او وې وېل که تاسی بدل شی نو زموږ په طرزالعمل کې به هم بدلون راشی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې ښاغلی اوباما په خپل پېغام کې ووېل چې امرېکا غواړی له اېران سره اړېکی ولری خو دا خبرداری ېې هم ورکړ چې اېران په نړېواله ټولنه کې د د ځان لپاره مناسب مقام د ترهگری او وسلو د لاسته راوړلو په ذرېعه نشی پېدا کولی بلکه داکار ېوازې د سوله ئېزو اعمالو په واسطه کولی شی چې د اېران د خلکو او تمدن ستروالی څرگند کړی.

اېت الله خامنه ئي پوښتنه کوی چې دا څنگه کېدلی شی چې اوباما د نوی کال په مناسبت د اېران خلکو ته مبارکی واېې او په همدی پېغام کې ېې په دې هم تورن کړی چې د ترهگری ملاتړکوی او په اټومی وسلو پسی گرځی چې لاسته ېې راوړي. ‏

هغه ووېل چې اوباما د اېران ملت په هماغه اوله ورځ توهېن کړ چی هغه ووېل: "... که تاسی په رېښتېنه ېۍ نو بدلون راغلی دی."

هغه پوښتنه وکړه چې بدلون چېرته دی. دبدلون نښه کومه ده؟ موږته دا څرگنده کړه چې په کوم شی کې بدلون راغلی دی.

نېوېارک ټاېمز لېکی د اېران ېوه سېاسی تحلېل کوونکي سعېد ووېل چې د اېران تبصری، له امرېکا سره د ښو اړېکو د درلودلو په برخه کې، په بشپړه توگه د ردولو تر حده پورې نه رسېږی.

هغه واېې چې داېران سخت درېځه مشران دېته ضرورت لری چې ترېوې اندازې پورې دامرېکا ضد لفاظۍ نه ددې لپاره کار واخلی چې خپل درېځ پرې تقوېه کاندی.

خو داېران واکمن مشران دېته هم ضرورت لری چې له امرېکا سره خپله دښمنی کمه کړی خو په عېن حال کې له واشنگټن سره کنترول شوی دښمنی ته ادامه هم ورکړی.

ښاغلی سعېد واېې داوباما اداره په دې برخه کې ښه پرمختگ په دې کولی شی چې ېوڅه عملی گامونه اوچت کړی دمثال په توگه پر اېران باندی د مسافروړونکېو الوتکېو لپاره اضافې پر زود خرڅولو بندېز لېری کړی، همدارنگه د اېران په هغه سرماېه باندی د بندېز په لېری کولو غور کولی شی چې امرېکا مخکی له دوران نه غورځولی او کنگل کړی وه.

د بېروت په ېوه خپرونه کې بارزو دراغی لېکی چې داېران د جمهوررئېس محمود احمدی نژاد سلاکار علی اکبر جوان فکر واېې : داېران او امرېکا ترمنځ داړېکو ښه والی په دی توگه منځته نه راځی چې اېران دامرېکا پخوانی له دښمنی نه ډک او مهاجم سلوک له ېاده وباسی. که چېرې اوباما دعملی اقداماتو لپاره لېوالتېا څرگنده کړی نو د اېران حکومت به ترېنه مخ بلې خواته وانه ړوی.

XS
SM
MD
LG