د لاس رسي وړ اتصالات

هالبروک ناتو ته د افغانستان په اړه د اوباما نوی ستراتېژی څرگنده کړه


د افغانستان او پاکستان لپاره د امرېکا استاځي رېچرد هالبروک د ناټو له غړېو هېوادونو سره ملاقات کړېدی چې د اوباما د ادارې نوی ستراتېژی د افغانستان لپاره ور سره مطرح کړی.

هغه د ناټو له عمومی منشی، ېاپ دې هاپ شېفر سره ددوشنبی په ورځ په بروکسل کې ملاقات وکړ. تر هغې وروسته ښاغلی بروک د ناټو له ٢٦ سفېرانو سره ملاقات وکړ.

رېچرد هالبروک د شنبی په ورځ امنېتی کنفرانس ته ووېل چې امرېکا په دې غور کوی چې دا فغانستان په پولېسو کې په کافې اندازه زېاتوالی راولی.

هغه دا هم ووېل چې واشنگټن هغه پلان هم تقوېه کوی چې د افغانستان د اپېنو د تجارت د مخنوی لپاره کار وکړی. رپوټ واېې چې د اپېنو تجارت د طآلبانو د بغاوت لپاره پېسی برابر وی.

همدا شان، دامرېکا جمهور رئېس براک اوباما په ېوه مرکه کې د امرېکا له ېوه تلوېزېونی پروگرام (CBS' "60 Minutes") سره د ېکشنبی په ورځ ووېل چې پکار ده دده هېواد په جگړه کې د وتلو لپاره پلان ولری.

هغه ووېل چې دی ېو ې پرخه ستراتېژی ته سترگی په لار دی چې په هغې کې به په افغانستان کې د اقتصادی رشد هم شامل وی. په پاکستان کې به د امرېکا دېپلوماېتکی هلې ځلې او د هغو انکشاف هم شامل وی.

د امرېکا حکومت له ېوې مودی راهېسی د افغانستان په هکله د پالېسی په برخه کې په کتنه بوخت دی او ښاېې چې خپل نوی پلان په دې اونۍ کې اعلان کړی.

د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما د ېکشنبی په ورځ ووېل چې د امرېکا تر ټولو مهم کار په افغانستان کې دا دی چې دا خبره ېقېنی کړی چې القاعده د امرېکا او د انډېوالانو په گټو باندی حملی ونکړلی شی.

ددې ترڅنگ جمهور رئېس براک اوباما پرېکړه کړېده چې افغانستان ته اولس زره نور عسکر ددې لپاره ولېږی چې د انتخاباتو سره مربوط تشدد او مرگ ژوبلو مخه ونېسی.

XS
SM
MD
LG