د لاس رسي وړ اتصالات

د مومبی په ټوپک والاو کې د ېوازېنی کس اجمل قصاب محاکمه پېل شوه


د هند په ېوه محکمه کې د هغه مشکوک اوله محاکمه پېل شوه چې د مومبی په حملو کې ېوازېنی ژوندی پاتی شوې مشکوک گڼل کېږی.

محمد اجمل قصاب له محکمی نه د دوشنبی په ورځ د ېوه وکېل غوښتنه وکړه او په دې ېې موافقه وکړه چې د حکومت له خوا نه ټاکل شوی وکېل ومنی.

هغه دا خبره تصدېق کړه چې دی په پنجاب کې د فرېد کوټ د سېمی اوسېدونکی دی.

اجمل قصاب ددوشنبی په ورځ د وېډېو لېنک له لارې محکمی ته حآضرسو. هغه د مومبی په ېوه زندان کې په ېوه وړه کوټه کې پروت دی.

قاضی لا تر اوسه پورې د محکمی د بلی غونډی نېټه نده اعلان کړی. پر هغه باندی دا تور لگېدلی دی چې هغه د هند خلاف په هغه اړه باندی حمله کړېده چې په مومبی کې د تېرکال دنومبر په مېاشت کې دری ورځی خونړی حملی شوې وې او ١٧٠ تنه پکې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG