د لاس رسي وړ اتصالات

اقتصاد: د امرېکا د خزانی د وزارت چارواکېو نن ېونوی پلان اعلان کړ


د امرېکا د خزانی د وزارت چارواکېو نن ېو نوی پلان اعلان کړ چې دهغه سره سم به دوی هغه ټولی پانگی لگونی چې بانکونو ته زېان رسوی او د بانکونو مخه نېسی چې خلکو ته پورونه ورکړی، په بېه واخلی.

د بانکونو د پور ورکوول توان او قدرت د امرېکا د اقتصادی د بهېر سره مرسته کوی. دا پلان غوښتنه کوی چې هغه سل ملېارده ډالره چې مخکی ددې کار لپاره اختصاص شوی وې هغه دې په دې برخه کې استعمال شی چې حکومت او شخصی پانگه لگوونکی دغه بده سرماېه گذاری له بانکونو نه واخلی.

دغه پروگرام چې ( حکومتی او شخصی پانگه لگونه ) نومېږی د امرېکا د مالېه ورکوونکېو پېسی د شخصی پانگوالو له پانگی لگونی سره ملگری کوی چې د پنځو سوو ملېاردو په اندازه هغه بدی داراېې گانی او شتمنۍ واخلی چې د بانکونو د ناکامۍ سبب گرځی.

چارواکی واېې چې دوی هېله من دی چې کله چې بانکونه له هغې پانگی لگونی او شتمنی نه ځانونه خلاص کاندی چې سر او گټه ېې دواړه په تاوان کې روان دی نو بانکونه به ددی جوگه شی چې بېرته خلکو ته پورونه ورکول پېل کاندی.

د امرېکا مالی نظآم تېر کال هغه وخت له جنجال او تاوان سره مخامخ شو چې په سوونو زرو امرېکا ېانو ونکړلی شول چې د خپلو کورونو قرضی او پورونه ادا کاندی.

په دې توگه په بانکونو باندی فشار راغی چې نورو مستهلکېنو ته پورونه برابر کاندی.

د کورونو د پور ورکولو شخړې او تاوانونه ددې سبب شول چې د امرېکا ټول اقتصاد ته تاوان ورسوی او ور پسی ېې د ټولی نړی په اقتصادی سوکه والی او رکود باندی اغېزه وکړه.

د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما واېې دې د ېوڅه هېلې څرک وېنی چې د کورونو په بازار کې به انکشاف راشی. او د امرېکا اقتصادی به له رکود نه را ووزی.

جمهور رئېس واېې چې د کورونو زېات شمېر خاوندان د سود له کمی گټی نه استفاده کوی او د خپلو کورونو پورونه په کمه گټه بېا له سره له بانک نه اخلی.

XS
SM
MD
LG