د لاس رسي وړ اتصالات

د ناروي د دفاع وزیرې په کابل کې د خپل افغان سیال سره ولیدل


د ناروي د دفاع وزیرې انیگریت ستروم ایریشن نن سه شنبې په کابل کې د خپل افغان سیال سره ولیدل.

انیگریت ستروم ایریشن، د دفاع وزیر رحیم وردگ سره یې په داسی حال کې ولیدل چې تر دی یوه ورځ مخکی یې د جمهور رئیس حامد کرزي سره د دواړو هیوادونو پر اړیکو، په افغانستان کې د امنیت او بیا رغاونې په هکله خبرې کړی وی.

ناروی چې د ناټو غړی هیواد دی، د دوه زره یو کال رادیخوا د امریکا په مشرۍ د ائتلاف ځواکونو لخوا د طالبانو د نسکوریدو وروسته په افغانستان کې پوځي حضور لري.

د ناټو شپږ ویشت غړي هیوادونه په افغانستان کې د ایساف یا سوله ساتو ځواکونو په نوم میشت دي او شمیر یې پنځه پنځوس زره عسکرو ته رسیږي.

پدې کې د پنځلسو هغو هیوادونو عسکر هم شامل دي چې د ناټو غړیتوب نه لري.

XS
SM
MD
LG