د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د یوناما ماموریت تمدید شو


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تېره ورځ په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه کال لپاره اوږد کړ او په افغانستان کې ددغه سازمان د مرستندویه هیت یا یوناما نه په راتلونکو انتخاباتو کې د کلیدي رول غوښتنه شوې.

په کابل کې د یوناما ویاند اډرین ايډوارډ خبریالانو ته وویل پدې ماموریت کې د ازاده او شفافه ټاکنو د ترسره کولو لپاره سپارښتنې شته چې یوناما یې باید د ټاکنو له خپلواکه کمیسیون سره یو ځای ترسره کړي.

اډرین ایډوارډ زیاته کړه، د یوناما پدې ماموریت کې د سولې د ټیکاوی لپاره هلې ځلې هم شامل دي او یوناما دنده لري چې د ملکي او بشري نړیوالو مرستو دهمغږۍ مشري هم په غاړه واخلي.

د یوناما ویاند په ډاګه کړه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې کای ایډي دا مهال په امریکا کې دی او له امریکايي چارواکو سره د افغانستان په اړه په هاګ کې د نړیوالې ناستې په سر خبرې اتری کوي.

اډرین وویل کای ایډي د بهرنیو چارو له وزیرې هیلري کلنټن سره لیدلي او د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه یې ورسره خبرې کړي.

XS
SM
MD
LG