د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا هغه رپوټونه رد کړل چې وائې کرزی باندی سترگی پټي


د بهرنیوچارو وزارت د دوشنبی په ورځ خپور شوی رپوټ بی اساسه یاد کړ چې وائې، امریکا او متحدین ئې غواړیپه جمهوررئیس حامد کرزی باندی دسترگو په پټولو سره دافغانستان په حکومت کې یولوړ مقام منځ ته راوړی.

دغه تبصری په داسی وخت کې وشوی چې داوباما حکومت دافغانستان په باره کې خپله کره کتنه نژدی ده چې بشپړ کړی.

ماموران دلته پخپله خوښهدجمهوررئیس کرزی دکار کولو طریقه نه تائیدوی مگر دوی دا تبصری ردوی چې وائې، امریکا او اروپائې متحدین به ئې د افغانستان په حکومت کې نوی مقام چې دا به دصدراعظم یا دی ته ورته صلاحیت لرونکی مقام وی، منځ ته راوړی چې دښاغلې کرزی قدرت کم کړی.

دبریتانی دگارډین ورځپاڼی ددوشنبی په ورځ رپوټ ورکړی وچې دښاغلی کرزی نقش ته بله بڼه ورکوی چې د ځینو لویدیځو ملکونو ماموران ورباندی انتقاد کوی چې اداری فساد او بی اداره گې ئې تحمل کړیده.

دا دافغان پالیسی یوممکنه عنصردی چې داوباما حکومت به ئې اعلان کړی.

د بهرنیو چارو د وزارت سر پرست نطاق رابرټ او ډ خبریالانو سره دخبروپه ترڅ کې، دافغانستان او پاکستان لپاره د امریکا دخاص استازی ریچرد هولبروک خبری چې په اروپاکې ئې کړی وی منعکسی کړی او د گارډین دورځپاڼې رپوټ ئې بی اساسه یاد کړ.

ده وویل، دافغانستان دحکومت په جوړښت کې بندلون راوستل دافغانانو کاردی چې پدی باره کې فیصله وکړی.

دغه تبصری په داسی وخت کې وشوی چې داوباما حکومت نژدی دی چې د افغانستان د پالیسی دکره کتنیپه باره کې لږترلږه ځینی برخی اعلان کړی چې جمهوررئیس اوباما دجنوری په میاشت کې دجمهوری ریاست مقام ته درسیدونه لږوروسته ددغې کره کتنی امرکړی و.

جمهوررئیس دیکشنبی په ورځ په یومرکه کې چې خپره شویده، دنوی پالیسی ځینوبرخو ته اشاری کړی چې وائې، په داسی حال کې چې افغانستان ته داضافی عسکرو دلیږلو امرئې کړیدی، دامریکائې عسکرو دوتلو سټراټیجی باید هم وی او پهیو لحاظ دغه پالیسی یوه ابدی هیله نده .

نطاق اوډ وائې، حکومت داسی یوی سټراټیجی ته سترگې په لار دی چې په هغې کې سیاسی، اقتصادی او نظامی اړخونه شامل وی چې په هغه څه کې ثبات راولی چې دی ورته دافغانستان او پاکستان په سرحدی سیموکې دحالاتو ورځ په ورځ خرابیدل وائې او اخری هدف دادی چې افغانانو ته به اجازه ورکړل شی چې دخپل امنیت مسؤلیت او کنټرول پخپله غاړه واخلی.

ښاغلئ اوډ وائې: "موږ نه غواړو چې په افغانستان کې دضرورت نه زیات پاتی شو. افغانان نه غواړی چې موږ په افغانستان کې له ضرورت نه زیات پاتی شو.

ځکه نو دبین المللی ټولنې په حیث زموږ لپاره ستونزه داده چې ددی ډاډ ورکړو چې موږ خپلی منابع او خپل کوښښونه سمبالوو څو موږ وکولای شو خپله وظیفه سرته ورسوو او ولاړشوو. او څه شی چې موږ په کره کتنه کې کوو ، په هغې کې له هغو ماډلونو نه کاراخیستل کیږی چې دغه کوښښ ورباندی پرمخ ولاړشی."

حکومتی ماموران دپالیسی دکره کتنی داعلانولو دوخت په باره کې تفصیل نه ورکوی ، دومره خبره کوی چې ددی میاشتی په اخرکې به په هاگ کې دافغانستان په باره دملگرو ملتونو په سرپرستی بین المللی کنفرانس جوړیږی او په هغې دبهرنیوچارو وزیره هیلری کلنټن برخه اخلی او لدی نه دمخه به دا اعلان وشی.

دامریکا ماموران وائې، دوی توقع لری چې دافغانستان دحکومت اودهالنډپه بلنه ایران په دغه غونډه کې برخه واخلی.

دوی وویل، سره لدی چې حکومت دتهران سرهدخبرو وعده کړیده خوبیا هم په اوس وخت کې ددی پلان نشته چې په هاگ کې دمیرمن کلنټن او دایرانی مامورانو ترمنځ غونډه وشی.

XS
SM
MD
LG