د لاس رسي وړ اتصالات

د اورزگان په ېوه جومات کې د بم په چاودنه کې ۵ تنه ووژل شول


رپوټ واېې چې په اورزگان کې په ېوه جومات کې د بم په چاودنه کې نن د سه شنبی په ورځ چاودنه وشوه او لږ تر لږه پنځه کسان پکې ووژل شول. په دې چاودنه کې د جومات ملا امام هم شامل و.

چارواکی واېې چې بم په هغه وخت کې وچاودېده چې خلکو پکی لمونځ کاوه. دا پېښه د اورزگان ولاېت د شاه منصور په کلی کې چې د اورزگان له پاېتخت ترېن کوټ نه لږ بهر پروت دی وشوه.

په ېوه بل رپوټ کې، ناټو واېې چې ددوی عسکرو ېوملکی افغان کابل ته نېژدی د سه شنبی په ورځ وروسته له هغه نه وژلی دی چې هغه ددوی د خبردارېو ته چې ودرېږی، توجه ونکړله.

د ناټو د اېتلافې قواو خبرلېک واېې چې ېو ملکی موټر د لوگر په پاېتخت پل علم کې ددوی د گزمی کاروان ته په ډېر سرعت ور نېژدې کېده، کله چې موټروان د گزمی له خوانه ددرېدلو اشارې له نظره وغورځولی نون عسکر دېته اړشول چې پر موټر باندی ډزې وکړی.

دغه ملکی سړی نېژدی روغتونه وېوړل او هلته ډاکټرانو له معاېنی نه وروسته ووېل چې هغه مړ شوېدی. د ملکېانو د مرگ ژوبلی مسله د افغانستان د جمهور رئېس حآمد کرزی دحکومت او د امرېکا ترمنځ د د تشنج او خړپړتېا سب شوېده.

ملگری ملتونه واېې چې تېرکال دوه زره کسان د افراطېانو د حملو او ناټو په نظآمی عملېاتوکې وژل شوېدی.

د ملگریو ملتونو د مهاجرېنو، اداره (UNHCR) واېې چې په افغانستان کې د مرگ ژوبلی او تشدد د زېاتوالی په سبب دهغو افغانانو په شمېر کې زېاتوالی راغلی دی چې په نورو ملکونو کې د سېاسی پناه اخېستلو لپاره درخواستونه ورکوی.

(UNHCR) واېې چې تېرکال دمهاجرت لپاره ددرخواست ورکوونکېو شمېر ٨٥ په سلوکې لوړ شو.

XS
SM
MD
LG