د لاس رسي وړ اتصالات

'د استرالېا خلکو په افغانستان کې د نورو عسکرو له لېږلو سره مخالف دی'


د استرالېا صدرا عظم کېوېن رُډ نن د سه شنبی په ورځ په سپېنه ماڼی کې د امرېکا له جمهور رئېس براک اوباما سره ملاقات کوی.

دا ملاقات په داسی وخت کې پېښېږی چې استرالېا له دې سره مخالفه ده چې په افغانستان کې خپل عسکر زېات کاندی.

د استرالېا خلکو په ېوه سروی کې چې نتېجه د استرالېا په ېوه ورځپاڼه کې چاپ سوېده وېلی دی چې دوی په افغانستان کې د نورو عسکرو له لېږلو سره مخالف دی.

په دغه سروی کې د راېو په قاطع اکثرېت باندی دا خبره شوېده.

استرالېا په افغانستان کې اوس ېولس سوه عسکر لری. تېره اونی د استرالېا دوه عسکر په افغانستان کې ووژل شول او له دې سر په افغانستان کې د استرالېا د عسکرو ځانی تلفات لسو کسانو ته ورسېدل.

صدر اعظم کېون رډ له دېنه انکار وکړ چې داو واېې چې دی به د امرېکا له خواهش سره موافقه وکړی او که نه که ترېنه وغوښتل شی چې خپل عسکر زېات کړی.

XS
SM
MD
LG