د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوبی وزېرستان کې د توغندېو په برېد کې څلور کسان ووژل شول


د پاکستان استخبارات واېې چې د توغندېو په هغو برېدونو کې چې گومان کېږی د امرېکا به وی لږ تر لږه څلور تنه په قبېلوی سېمه کې چی له افغانستان سره سرحد لری وژل شوېدی.

چارواکی واېې چې د چارشنبی په ورځ د توغندېو برېد په جنوبی وزېرستان کې چې د طالبانو په پوخ مورچل باندی شهرت لری وشو.

د ېوه اټکل له مخی د توغندېو تقرېبا دېر برېدونه چې د بې پېلوټه الوتکېو په واسطه کېږی تر اوسه پورې شوېدی.

دغه برېدونه دالقاعده او طالبانو پر اهدافو باندی د پاکستان په سمېه کې له تېرکال راهېسی کېږی.

د امرېکا چارواکی واېې چې د افراطېانو د مرکزونو ختمول په پاکستان کې د ترهگری د جگړی په گټلو کې ډېر اهمېت لری.
خو د پاکستان حکومت دغه راز حملی محکوموی.

XS
SM
MD
LG