د لاس رسي وړ اتصالات

بنگله دېش دنساجۍ د صنعت امنېت ته اندېښمن دی


د بنگله دېش حکومت واېې چه خپلی استخباراتی ادارې ېې خبری کړی دی چه باېد تېار اوسی ترڅو دحکومت مخالف تندروان ددغه هېواد دنساجئ او رخت جوړولو مهم صنعت ته څه نقصان او تاوا ونه رسوی.

دکورنېو چارو په وزارت کې د دولت وزېر تنجېم احمد سهېل تاج ووېل شاېد چه تندروان کوښښ و کړی دغه حېاتی صنعت ته نقصان ور ورسوی. دغه صنعت، حکومت ته په کال کی دولس مېلېارده ډالره گټه رسوی . هغه ووېل چه حکومت به دنساجۍ دفابرېکو دساتلو لپاره لازم اقدامات وکړی.

تنجېم احمد دا خبرتېا روسته دهغې ورکړه چه دبنگله دېش نساجۍ سوداگرانو غوښتنه وکړه چه په فابرېکو کې باېد دکارگرانو داعتصاب مخه ونېول شی.

دنساجۍ د فابرېکو مالکانو په دې هفته کی دکورنېو چارو وزارت ته وړاندېز وکړ چه دفابرېکو دساتلو لپاره باېد دپولېسو مخصوصه قوه جوړه کړی .

دفابرېکو خاوندان واېې چه دنړېوال اقتصادی رکود له امله ېې کاروبار ته ډېر زېات تاوان اوښتلی دی او که تندوران ېا نور غېر حکومتی ډلې ېې دنقصانی کولو کوښښ وکړی نو د نساجۍ کاروبار به په ټپه ودرېږی.

دبنگله دېش حکومت په دی باب هم تحقېقات کوی چه اېا دسرحدی محافظېنو په پاڅون کی تندورانو لاس درلود اوکه نه؟ خو دنساجۍ صنعت ته د تندروانو له خوانه دتاوان رسولو تصدېق مستقلو منابعو ندی کړی.

XS
SM
MD
LG