د لاس رسي وړ اتصالات

'افغانستان ته ۱۷ زرو نور عسکرو لېږل به د تلفاتو امکانات زېات کړی'


د ېواېس اې ټوډی ورځپاڼه د چارشنبی په ورځ د مارچ په پنځه وېشتمه نېټه لېکی چې افغانستان ته اولس زرو نور عسکرو لېږل به د تلفاتو امکانات زېات کړی.

او په افغانستان کې به په نظامی عمله باندی چې په جگړه کې په زخمېانو، مړو او لادرکه عسکرو پسی گرځی او چاره ېې کوی فشار زېات کړی.

د امرېکا ددفاع وزارت پنټاگان د جنوری په لسمه باندی امر وکړ چې افغانستان د ژغورنی د عملېاتو نور هېلېکوپټرونه ولېږی چې د جگړی زخمېان په بېړه باندی د علاج لپاره روغتونو نو ته ورسوی.

د ېو اېس اې ټوډی ورځپاڼه لېکی څرنگه چې په افغانستان کې شراېط او د زمکی جوړښت سخت دی نو تقرېبا دوه ساعته وخت به لگېږی چې د جگړی زخمی عسکر د علاج لپاره ورسول شی.

په داسی حال کې چې په عراق کې اسناد څرگندوی چې د جگړی زخمی تردې نه په سم نېماېې وخت کې دعلاج ځاې ته رسول کېدلی شو.

د ناټو ېو قوماندان چې داېتلافې قواو مشری د افغانستان په جنوب کې په غاړه لری هغه واېې چې د امرېکا اضافې عسکر چې راورسېږی نو په پېښو کې به دېادونی وړ زېاتوالی راشی.

رپوټ واېې چې د نجات او ژغورنی عمله له دوه ستونزو سره مخامخ وی: اول داچی زخمی پېدا کړی او عاجل خدمات ورته برابر کړی.

دوېمه ستونزه دا ده چې هغه عسکر پېدا کړی چې په جگړه کې وژل شوي وی. په دې توگه ېاغېان له دې نه محروم سی چې په پروپاگند کې ترېنه استفاده وکړی اوېاله مړی سره بدسلوکی وکړی. لکه څنگه چې په عراق دا کار پېښ شوېدی او په ١٩٩٣ کال کې په سومالېا کې پېښ سو.

د ېو اېس اې ټوډی ورځپاڼه لېکی چې په افغانستان کې تر اوسه پورې د امرېکا ۴٢٠ تنه عسکر په جگړو کې وژل شوېدی.

د ژغورنی دکارونو قوماندان لی ډېپالو واېې چې د دې ملک غرنی جوړښت د ژغورنی ځېنی کارونه له ستونزو سره مخامخوی.

هغه ووېل چې دده ډلې تقرېبا د پنځوس عسکرو مړی را پېدا کړېدی. هغه ووېل افراطېان نشی کولی د مړو عسکرو نه د پروپاگند دېوې وسېلې په توگه کارواخلی.

له بل پلوه موږ د عسکرو کورنېو ته دهغوی مړی ددې لپاره ورکوو چې دازښت زېات اهمېت لری.

هغه ووېل په جنگی عملېاتوکې دعسکرو لادرکه کېدل ېوه داسی مسله ده چې د امرېکا پوځ ېې له ډېر پخوا راهېسی اندېښمن کړېدی.

له بلو پلوه دا د پوځ له دود اودستور سره چې واېې خپل مړی هېڅکله شاته مه پرېږدئ، سره مخالف کار دی چې د جگړی زخمی، مړی او لادرکه پېدا نکړی شی.

ورځپاڼه لېکی چې تر اوسه پورې لاهم د پوځ ېوزرو او اوه سوه عسکر د وېتنام په جگړه کې لادرکه دی.

اته زره او سل تنه عسکر د کورېا په جگړو کې لادرکه دی او ٧٨ زره عسکر په دوېمه نړېواله جگړه کې لادرکه دی. دېوه عسکر مړی په عراق کې لادرکه دی.

ورځپاڼه لېکی چې پوځ په عراق او افغانستان کې دوه زره او اوه سوه ا ٩۴ کسان ژغورلی دی.

XS
SM
MD
LG